ا.ا : د تمدن تلویزیون د ځمکې د غصب او یو سیاسي ګوند سره د تړاو له امله تړل کیږي
د ا.ا د حکومت د عدلیې وزارت وايي چې د تمدن تلویزیون په نوم د یوې خصوصي رسنۍ، د خاتم النبیین پوهنتون او مدرسې د تړلو پریکړه یې کړې ده.
د ا.ا د حکومت د عدلیې وزارت وايي چې د تمدن تلویزیون په نوم د یوې خصوصي رسنۍ، د خاتم النبیین پوهنتون او مدرسې د تړلو پریکړه یې کړې ده.
ولادیمیر پوتین د سنټ پیټرزبورګ نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې اسلامي امارت واکمن دی او دا حقیقت باید درک شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د دغه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي او دواړو خواو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، مسکو له بېجینګ سره په دغه هېواد کې د اغېز یا نفوذ پر سر سیالي نه لري….
د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر تازه ناندریزو څرګندونو ته د طالبانو حکومت په غبرګون کې ویلي چې “د افغانستان ملت متحده دی.” جو بایډن پرون جمعه ویلي و، “د دې امکان چې افغانستان یو موټی شي، ډېر لږ دی.”
د روسیې د عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونو د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ترهګرو ډلو له نوملړه د «طالبانو» د نوم د ایستلو په تړاو راپور ورکړی دی.
ملګرو ملتونو ددغې ټولنې د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو نیټه اعلان کړې
د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي له خپل مل پلاوي سره یو ځای، د یوې چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې مړ شوی دی.
د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي نړۍ د عالمانو مشورتي غونډه د ۴شنبې په ورځ د یوه ۳ مخیز پریکړه لیک په خپرېدو سره پایته ورسېده.
په هند کې ا فغان ديپلوماتې ذکیې وردګ داسې مهال له دندې استعفا اعلان کړې، چې هندي رسنیو د ځینو سرچینو له خولې ادعا کړې، چې له نوموړې سره “۲۵ کیلوګرامه سره زر” د قاچاق په تور نیول شوي دي.