ایران په متقابل غبرګو کي د آلمان دوه ډیپلوماټان اخراج کړي
د ایران د باندنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کي د دغي کړني دلیل د آلمان له خوا «د ایران په کورنیو او قضايي چارو کي غیري مسؤلانه لاسوهنه» یاده کړه.
د ایران د باندنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کي د دغي کړني دلیل د آلمان له خوا «د ایران په کورنیو او قضايي چارو کي غیري مسؤلانه لاسوهنه» یاده کړه.
بریتانیا او اروپايي ټولنه له څو میاشتو ناندریو وروسته د شمالي آیرلنډ د ګمرکې مرز پر سر د برګزيت وروسته موافقې ته ورسیدل.د دې تړون له مخې به سوداګریزې موانع د آیرلنډ له سوداګریز سرحد څخه لېري شي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امکان لري چې د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک د القاعده ترهګرې شبکې له نوي مشر سره معامله کړې وي.
له ډېري مودې راهيسي پيژندل سوی مصری ترهگر سيف العدل ته د امريکا متحده ايالاتو له خوا د القاعدې د ترهگري شبکې د نوي مشر په توگه کتل کيږي. اټکل کيږي چي العدل به اوس په ايران کي وي.
د جرمني په پارلمان کي د اتحادي ګوندونو د داخلي مسایلو ویاند، الکساندر تروم د دغه هیواد له داخله وزیري، نېنسي فایزر څخه غوښتي چي افغانستان ته د مجرمینو او خطرناکو اسلام پالو استول بیرته ممکنه کړي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو منلې چې د شمالي امریکا پر هوايي حریم یې یو بل ناپېژندل شوی څېز ویشتلې او رانسکور کړی یې دی.
اورګاډي په واسطه له اوزبیکستان څخه افغانستان ته سوداګریزو توکو لیږد بیرته پیلیږي د افغانستان د حکومت د اورګاډي د پټلۍ اداره وايي، چې د…
له اوکراين سره د مرستي نيمایي برخه امریکا متحده ایالاتو ورکړې ده. د بریتانیا ټانکونه به په مارچ مياشت کي جبهې ته روان سي. ملگري ملتونه د لا ډیر کړکیچ څخه خبرداری ورکوي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ماښام، فبروري اومه (سلواغې ۱۸) ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې تر ډیره په کورنیو مسایلو بحث وکړ خو چین سره رقابت او پر اوکراین یې د روسیې نظامي برید ته هم لنډه اشاره درلوده.
د پاکستان پخوانی ولسمشر او پوځي جنرال پرویز مشرف د ۷۹ کلنۍ په عمر د ورپيښې ناروغۍ له کبله ومړ. نوموړی د یوې مودې راهیسې ډیر سخت ناروغه وو او د دوبۍ په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.