افغانستان


طالبان: د اسلام اباد ادعا بې اساسه ده، د پاکستان خاوره د افغانستان پرخلاف کارول کیږي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان د پوځ هغه ادعا په کلکه رده کړې چې ویلي دي، ددغه هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې پر چینايي انجینرانو باندې تروریستي برید په افغانستان کې پلان شوی وو.



اوراسیا: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش له خوا ۴۲۹ کسان وژل شوي

۸صبح، کابل: د اوراسیا ریویو خبري-تحلیلي شبکې د «شخړو د مدیریت انسټیټیوټ» د موندنو پر بنسټ لیکلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد او په خیبر پښتون‌خوا ایالت کې د داعش اړوندو پېښو په پایله کې لږ تر لږه ۴۲۹ کسان وژل شوي دي.




مولانا فضل الرحمان پاکستاني پوځ ته: ۳۰ زره پاکستانیان په افغانستان کې جګړې ته څنګه تللي وو

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په تازه بیان کې د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا خلاف جګړې ته ۳۰ زره پاکستاني وسلوال څنګه او په کومه لاره تللي وو.



پیښور کې میشت افغان هنرمندان له اقتصادي ستونزو سرټکوي

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد لوی شمېر فرهنګیان او هنرمندان د پاکستان په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته پناه یووړه ځکه چې د نوي رژیم له راتلو سره سم په هنري فعالیتونو او د نجونو د لوړو زده کړو په ګډون په یو شمیر ټولنیزو چارو بمندیزونه ولګول شول.