یونیسف: په جګړو کې تر ۱۲۰ زره ماشومان وژل شوي یا معلول شوي
د يونيسف په وينا له ۲۰۰۵ راهیسې په وسله والو جګړو کې تر ۱۲۰ زرو ډېر ماشومان وژل شوي او يا معلول شوي دي. يونيسف دا شمیرې په اوسلو کې په جګړه کې د ماشومانو د ساتنې په موخه په جوړ شوي کنفرانس کې په ډاګه کړې.