داعش – خراسان ډلې د بدخشان د چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست
د داعش – خراسان ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د بدخشان په فیض اباد کې پر طالبانو شوې چاودنه دوی کړې او ۱۲ طالب “ملېشو” ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.
د داعش – خراسان ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د بدخشان په فیض اباد کې پر طالبانو شوې چاودنه دوی کړې او ۱۲ طالب “ملېشو” ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان د پوځ هغه ادعا په کلکه رده کړې چې ویلي دي، ددغه هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې پر چینايي انجینرانو باندې تروریستي برید په افغانستان کې پلان شوی وو.
یوې برېټانیۍ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو یوه جګپوړي غړي د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنګي جرمونو په اړه د برېټانیا پولیسو ته معلومات ورکړي دي.
۸صبح، کابل: د اوراسیا ریویو خبري-تحلیلي شبکې د «شخړو د مدیریت انسټیټیوټ» د موندنو پر بنسټ لیکلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد او په خیبر پښتونخوا ایالت کې د داعش اړوندو پېښو په پایله کې لږ تر لږه ۴۲۹ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په تازه بیان کې د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا خلاف جګړې ته ۳۰ زره پاکستاني وسلوال څنګه او په کومه لاره تللي وو.
د سپينې ماڼۍ د امنيت اداره وايي، تېره شپه يو تن وروسته له هغه چې د سپينې ماڼۍ بهرنۍ دروازې سره یې خپل موټر ټکر کړ، ساه ورکړه.
داعش په خپل تلګرامي کانال کې د سه شنبې پر ورځ د هرات د ګذرې ولسوالۍ د محمدي ښارګوټي په جومات کې پر لمونځ کوونکو د برید پړه پر غاړه واخیسته.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې یو ناپيژانده وسله وال د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یو جومات کې د ماسختن لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کړي چې له امله یې شپږتنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
خراسان ولایت کې د جعلي داعش خلافت د خیالی شعبی بې شرمه تاریخ ته په ځغلنده کتو سره دا په ښکاره جوته کیږی چې دا ډله د ډیرو نورو شرمنو برسیره په دریو بیشرمیو کی ډیر شهرت لری.
۸صبح، کابل: د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ادعا کړې چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.