ډیر لوستل شوی



کربي: د ترهګرو لیست څخه د طالبانو ایستل به نورو ته ‌‌’ ناوړه’ پیغام ورکړي

پداسې حال کې چې په روسیې کې چارواکو ویلي ښایي د “ترهګرو” د لیست څخه د طالبانو نومونه وایستل شي او دا کار یې د دې ډلې رسمیت پیژندلو لپاره له وخت وړاندې اقدام بللی خو سپینې ماڼۍ ویلي چې د روسیې دا اقدام “ناوړه” پیغام لري.



په کندهار کې چاودنه شوې

په کندهار کې طالب مقامات وايي چې د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوايي۳۱) یوه چاودنه شوې چې حد اقل یو کس یې وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي.






پاکستان او امریکا د داعش او ټي ټي پي د ډلې پر وړاندې د مبارزې په لارو چارو خبرې کړي

د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغو دوو هیوادونو د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په تړاو د تیرې جمعې د ورځې په خبرو کې د تروریستي ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان او داعش سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو په زیاتیدو موافقه کړې ده.