افغانستان

جرمني وايي، د هغو افغان کډوالو پر شړلو غور کوي، چې د دې هېواد ‘امنیت ته خطر’ وبلل شي

د جرمني په مانهایم ښار کې د یوه افغان بریدګر په لاس د یوه پولیس افسر وژل کېدو او یو شمېر نورو کسانو له ټپي کېدو وروسته د دغه هېواد چارواکو ویلي، بېرته افغانستان ته د هغو افغان کډوالو پر استولو غور کوي چې د برلین له نظره د جرمني امنیت ته خطر رامنځته کوي.


د ملګرو ملتونو مرستیال: افغانستان کې مو هیلې له منځه تللي

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګرفټس وايي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې چې کومې هیلې او کومې لیکلې ژمنې لرلې چې نړیواله ټولنه د طالبانو سره څنګه مخ ته لاړه شي، هغه هیلې له منځه تللي دي.









متقي نیکلاسن ته: د دوحې په غونډه کې معناداره ګډون غواړو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي‌ استازي‌ توماس نیکلاسن د دغه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي او دواړو خواو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه خبرې کړې دي.