افغانستان


د افغان ښځینه خبریالانو پر وړاندې ننګونې

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر هغه افغان ښځینه خبریالانې له فشار، تهديدونو، بندیزونو، محدودیتونو او توپیرې چلند سره د مخامخ کېدو له امله نورو هېوادونو ته کډوالې شوي، وايي، چې ژوند یې تر سختو کړاوونو لاندې تېرېږي.







مونږ له افغان میرمنو سره د عاید او زده‌کړې په ترلاسه کولو کې مرسته کوو- انټوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سې شنبې پر ورځ (د کب اتمه) د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ائتلاف» په غونډه کې د وینا پر مهال اندېښنه څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د افغان ټولنې نیمایي برخه له زده‌کړو او کار څخه بې برخې کړې ده.


نن د کب نهمه د سرتېري ملي ورځ ده

نن د کب ۹مه د سرتېري له ملي ورځې سره برابره ده؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وړاندې به په دغه ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شانداره غونډې جوړېدې او خلکو به سرتېري د ګلونو په ګېډیو نازول.


امنیت شورا غونډې ته د افغان میرمنو غبرګون: د دغې شورا کړنلاره خواشینوونکې ده

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د رئیسې له خوا له طالبانو څخه د ښځو او نجونو پر وړاندې د ټولو هغو لارښودونو او کړنلارو د لغوه کیدو د غوښتنې او د تړلو دروازو شاته ددغې شورا د غونډې د جوړیدو په غبرګون کې د افغان میرمنو د حقونو یو شمیر فعالانو ددې شورا دا ډول کړنې خواشینوونکې بللي دي.