په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنی کمپاين پيل شو
په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو د رسولو څلور ورځنی کمپاین پیل شو خو په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ځنډول شوی دی.
په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو د رسولو څلور ورځنی کمپاین پیل شو خو په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ځنډول شوی دی.
طالبان د بشري حقونو په مسئلې او ښځو سره د تعامل په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له انتقاد سره مخامخ دي او واشنګتن تورن کړي دي چې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو حقونو څخه محروموي.
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړو د نړۍوال جام سیالیو ته د لار موندنې د پلې اف په وروستۍ لوبه کې نن سهار (یکشنبې) په تایلنډ کې قرغېزستان ته ۵ پر ۳ پایلې سره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې نړۍوال جام سیالیو ته لار وموندله.
خراسان ولایت کې د جعلي داعش خلافت د خیالی شعبی بې شرمه تاریخ ته په ځغلنده کتو سره دا په ښکاره جوته کیږی چې دا ډله د ډیرو نورو شرمنو برسیره په دریو بیشرمیو کی ډیر شهرت لری.
د مطبوعاتو نړۍوالې ورځې له نږدې کېدو سره سم، تخار کې د خصوصي رسنیو مسوولین وايي، د اقتصادي ستونزو له امله ځینو رسنیو فعالیتونه درولي دي.
۸صبح، کابل: د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ادعا کړې چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.
ارزګان کې مسوولین وایي، د وروستیو سیلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۷۰ ښوونځي او مدرسې په قسمي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت پخواني سلاکار د کانګرس بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د شاهدۍ په غونډه کې وویل چې په واشنګټن کې د تصمیم نیونکو لپاره د دوحې تړون ته د طالبانو ژمنتیا «بې ارزښته» وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې چې تېره ورځ (دوشنبې، د اپرېل په ۲۲مه) خپور شوی، لیکلي چې واشنګټن د«طالبانو»د رسمیت پېژندلو هوډ نهلري.