د افغان کډوالو د را ایستنې د دویم پړاو پیل؛ څه باندې ۵۰ تنه را اړول شوي دي
له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د دوهم پړاو په لومړۍ ورځ تر ۵۰ ډیر کسان له دغه هیواد څخه په زوره ایستل شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د دوهم پړاو په لومړۍ ورځ تر ۵۰ ډیر کسان له دغه هیواد څخه په زوره ایستل شوي دي.
په افغانستان او پاکستان کې د هوا پیژندنې او اضطراري چارو د ادارو مسؤلینو سه شنبه اپریل ۱۶ ( وري ۲۸) ویلي چې د شدیدو بارانونو څخه وروسته په سیلابونو او تندر په پیښو کې په دواړو هیوادونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه شویدي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره “اوچا”وايي چې د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې د حرارت د درجې د لوړیدو له امله د باران د اورښت بهیر ځنډیدلی چې له امله یې دا ولایتونه په بالقوي ډول د وچکالۍ د اغیزو سره مخ دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نیمروز ولایت چارواکي وايي، ایراني چارواکو په تېر یوه کال کې د دې ولایت له لارې نژدې ۲۰ زره افغان ماشومان په زور له ایرانه شړلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي په هرات کې د زلزلو له امله زیانمنې شوې زرګونه کورنۍ چې سرپناوو ته اړتیا لري نه هېروو او هڅه کوو چې د اوسېدو لپاره ورته مناسب کورنه جوړ کړو.
ډېری هېوادوال په ځانګړو ورځو لکه د کوچني اختر، لوی اختر او نوي کال کې له وچو میوو کار اخلي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وروستیو بارانونو وروسته په سیلابونو کې خلکو ته د ځاني او مالي زیان د رسیدلو خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې “یونیسف” په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو ۵۲.۳۲ فیصده یې ماشومان دي.
د پاکستان مرکزي حکومت د دغه هېواد ټولو ایالتي حکومتونو ته امر کړی چې د راتلونکې اپرېل میاشتې تر ۱۵مې نېټې دې په دغه هېواد کې د میشته اسناد لرونکو افغان کډوالو خپل وطن ته د ستنولو لړۍ پیل کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د نفتو د چانخونو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي؛ که د تېلو د چاڼخونو مسوولین پانګونې ته چمتو شي