امنیت

طالبان: د اسلام اباد ادعا بې اساسه ده، د پاکستان خاوره د افغانستان پرخلاف کارول کیږي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان د پوځ هغه ادعا په کلکه رده کړې چې ویلي دي، ددغه هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې پر چینايي انجینرانو باندې تروریستي برید په افغانستان کې پلان شوی وو.



اوراسیا: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش له خوا ۴۲۹ کسان وژل شوي

۸صبح، کابل: د اوراسیا ریویو خبري-تحلیلي شبکې د «شخړو د مدیریت انسټیټیوټ» د موندنو پر بنسټ لیکلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد او په خیبر پښتون‌خوا ایالت کې د داعش اړوندو پېښو په پایله کې لږ تر لږه ۴۲۹ کسان وژل شوي دي.


مولانا فضل الرحمان پاکستاني پوځ ته: ۳۰ زره پاکستانیان په افغانستان کې جګړې ته څنګه تللي وو

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په تازه بیان کې د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا خلاف جګړې ته ۳۰ زره پاکستاني وسلوال څنګه او په کومه لاره تللي وو.




هرات کې د شیعه ګانو په یو جومات په برید کې شپږ لمونځ کوونکي وژل شوي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې یو ناپيژانده وسله وال د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یو جومات کې د ماسختن لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کړي چې له امله یې شپږتنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.