سومالیا کې د امریکا په هوایي برید کې د الشباب ۱۳ سخت دریځه وژل شوي
په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ نن د اګست په ۲۷ (وږي ۵) وویل چې په سومالیا کې د «ځان د دفاع» لپاره په یو هوايي برید کې د الشباب ۱۳ سخت دریځه وژل شوي دي.
په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ نن د اګست په ۲۷ (وږي ۵) وویل چې په سومالیا کې د «ځان د دفاع» لپاره په یو هوايي برید کې د الشباب ۱۳ سخت دریځه وژل شوي دي.
په تاجیکستان کې د یکشنبې د روځې د سختو بارانونو له کبله د ځمکې ښویېدو په پېښو کې د لږ تر لږه ۱۳ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی
د کار د نړیوال سازمان یو رپوټ دې نتیجې ته رسیدلی دی چي مصنوعي ځیرکتیا کولای سي، د کاري زمینو د له منځه وړلو پرځای، د ځینو مشخصو دندو په ترسره کولو کي مرسته وکړي. خو بیا هم د دفتر کارگران له بشپړ اتومات کیدو سره مخامخ دي.
د آلمان حکومت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اګست ۲۳) د دغه هېواد د تابعیت ورکونې د نوي قانون مسوده تصویب کړه. د دغه قانون پر اساس به وروسته له دې بهرني اتباع وشي کړای د آلمان تابعيت په چټک او اسانه توګه ترلاسه کړي.
د پاکستان د بېړنیو خدماتو ادارې د چهارشنبې په ورځ وويل چې د پنجاب ایالت له سيلاب ځپلو کليو څخه کابو ۱۰۰زره کسان تخلیه شوي دي. چارواکي وايي سيلابونو په سلونو کلي او په زرهاو جرېبه کرهڼيزې ځمکې لاندې کړي دي.
د کرونا ویروس نوي بڼي کار پوهان اندېښمن کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان دا بڼه طبقه بندي کړې ده چې په اسرائیل، ډنمارک او متحده ایالاتو کې د «تر څارنې لاندې» بڼو کې موندل شوې ده.
د پاکستان سوېلی وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د پوځ پر یوه کاروان برید کړی چې شپږ پوځیان او څلور بریدګر پکې وژل شوي وي
پوليسو په اسلام آباد کې د بشري حقونو وتلې فعاله ايمان زينب مزاري نيولې ځکه چې د چارواکو په خبره يې د پښتون ژغورنې غورځنګ لاريون کې د ځواکمن پوځ پرضد خبرې کړې دي. داسې ښکاري چې علي وزير هم ښايي نيول شوی وي.
پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، چې د پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې پر یو موټر بمي چادونه شوې چې په کې لږ تر لږه ۱۱ کارګران وژل شوي دي.
ملګري ملتونه: را روان ژمي کې افغانانو سره مرستو لپاره ۵۷۱ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر”اوچا”…