فرانسه: د معیوبينو په هستوګنځای کې اورلګېدنې ۹ تنه مړه کړي
د فرانسې په لويديځ کې د معیوبو ځوانانو یوه ډله چې په رخصتۍ وتلي ول، د اوسېدو په ځای کې ېې اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې لږ تر لږه ۹ کسان په کې مړه شوي دي. د دوو نورو لادرکه کسانو په هکله هم اندېښنه ده چې مړه شوي به وي.