سور صلیب: په لیبیا کې له طوفان وروسته شاوخوا10000 کسان ورک دي
په داسې حال کې چې د لیبیا مقامات وايي د «دانیل» په طوفان کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه مړه شوي، خو سره صلیب خبرداری ورکړی دی چې ممکن د تلفاتو شمېر بیخي زیات وي.
په داسې حال کې چې د لیبیا مقامات وايي د «دانیل» په طوفان کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه مړه شوي، خو سره صلیب خبرداری ورکړی دی چې ممکن د تلفاتو شمېر بیخي زیات وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سپټمبر د یوولسمې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې متحدایالاتو د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له خپلو متحدانو سره په ګډه د تروریزم د ځپلو لپاره مبارزې ته دوام ورکړی دی
مراکش کې د ژغورنې ډلې هڅې کوي چې د جمعې ورځې د زلزلې له کبله تر کنډوالو او نړېدلو ودانيو لاندې بند پاتې کسان وژغوري. په لېرې پرتو هغو سيمو
د پاکستان پوځ یکشنبه سپټمبر ۱۰ (وږي۱۹) ویلي چې یو سرتیری تیره شپه د شمالي وزیرستان د میر علي په ښارګوټي کې د وسله والو سره په نښتې کې وژل شوی
پاکستان یو ځل بیا د طالبانو غوښتي، چې پر دغه هیواد باندې دې د افغانستان له خاورې د ترویستي بریدونو مخه ونیسی او خپل مسولیت ترسره کړي.
په پاکستان کي پر لږکیو د مذهبي ډلو په خونړیو بریدونو کي د تنکيو ځوانانو شمېره لوړه ده.د ارواح پوهانو په وینا، په تنکيو ځوانانو کې پر خپلو احساساتو نه کنترول د دې باعث کيږي چې د دوی له دې کمروزۍ څخه افراطي ډلې ګټه اخلي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویلي، دغه کډوال په تېرو دوو ورځو کې د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي.
د آلمان د ځینو مشهورو سیاسي ګوندونو استازو ویلي چې افغانستان ته د مجرمینو او خطرناکو پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر باید بیرته له سره پیل شي. له دغو سیاستوالو څخه یوه یې ویلي چې «د کابل هوايي ډګر خلاص دی او اخراج ممکن دی.»
په ایران کې تازه یو بل افغان د «قتل په جرم» پر اعدام محکوم شو. په پام کې ده د ايران یو قضايي پلاوی د قضايي همکاريو او پر اعدام د محکوم شوو افغانانو دوسيو ته د رسيدګۍ په خاطر د خبرو اترو له پاره افغانستان ته سفر وکړي.
په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ نن د اګست په ۲۷ (وږي ۵) وویل چې په سومالیا کې د «ځان د دفاع» لپاره په یو هوايي برید کې د الشباب ۱۳ سخت دریځه وژل شوي دي.