ډیر لوستل شوی


پاکستان او امریکا د داعش او ټي ټي پي د ډلې پر وړاندې د مبارزې په لارو چارو خبرې کړي

د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغو دوو هیوادونو د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په تړاو د تیرې جمعې د ورځې په خبرو کې د تروریستي ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان او داعش سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو په زیاتیدو موافقه کړې ده.



د امریکا د سولې انسټيټوټ او سیګار راپورونه؛ له افغانستان او پاکستانه د امریکا ګټو ته ترهګریز ګواښونه په زیاتېدو دي

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر یا سیګار په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې داعش خراسان ډله د سلفیانو له غړیتوب وراخوا، په افغانستان او سیمه کې د ځان لپاره د جنګیالیو جلب و جذب ته دوام ورکړی



طالبان: د اسلام اباد ادعا بې اساسه ده، د پاکستان خاوره د افغانستان پرخلاف کارول کیږي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان د پوځ هغه ادعا په کلکه رده کړې چې ویلي دي، ددغه هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې پر چینايي انجینرانو باندې تروریستي برید په افغانستان کې پلان شوی وو.


اوراسیا: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش له خوا ۴۲۹ کسان وژل شوي

۸صبح، کابل: د اوراسیا ریویو خبري-تحلیلي شبکې د «شخړو د مدیریت انسټیټیوټ» د موندنو پر بنسټ لیکلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد او په خیبر پښتون‌خوا ایالت کې د داعش اړوندو پېښو په پایله کې لږ تر لږه ۴۲۹ کسان وژل شوي دي.


مولانا فضل الرحمان پاکستاني پوځ ته: ۳۰ زره پاکستانیان په افغانستان کې جګړې ته څنګه تللي وو

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په تازه بیان کې د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا خلاف جګړې ته ۳۰ زره پاکستاني وسلوال څنګه او په کومه لاره تللي وو.


داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ افغانستان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر د “افغانستان د بشري حقونو وضعیت” تر سرلیک لاندې په خپل درې میاشتني راپور کې د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ، خپلسري نیولو، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.