د ا.ا. د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۴۵ نورو افغان کډوالو د خوشې کیدو او افغانستان ته د ستنیدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۲(مرغومې ۲۳) د ایکس په ټولنیره شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا شمیر افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په پاکستان کې د پولیسو له خو نیول شوي او په زندان کې اچول شوي وو.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي: “د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې له ۳ تر ۱۵ ورځو پورې د حاجي کمپ په بند کې بندیان وو”.
د ا.ا. د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي دا راخوشې شوي بندیان د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۲(مرغومې ۱۳) د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت د نوي ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د دغه هیواد د پایتخت اسلام اباد په ګډون په یو شمیر ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو او په جبري ډول افغانستان ته د هغوی د ستنولو لړۍ پیل کړې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د ا.ا. له خوا اداره کیږي د جنورۍ شپږم (مرغومې ۱۷) ویلي چې نږدې ۸۰۰ افغانان په خپلسر ډول د پولیسو له خوا نیول شوي او په جبري ډول خپل هیواد ته ستانه کړای شوي دي.
دغه سفارت ویلي چې د پاکستاني پولیسو دا اقدام د ښځو او ماشومانو په ګډون د کورنیو ترمنځ د جداوالي سبب شوی او اوسمهال د دغسې کورنیو ډیرغړي په سرګردانۍ او خفګان ګې ژوند کوي
په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوالو هم ویلي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هیواد څخه د ایستلو بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې پولیس د افغان کډوالو د اوسیدو ځایونو ته ورځي، هغوی نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته شړي.
دغه افغان کډوال وايي چې د پولیسو له خوا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. همداشان هغوی ویلي چې اکثره افغان کډوال د پولیسو له خوا د نیولو له ویرې له خپلو کورونو څخه بهر نه وځي
د افغانانو د نیولو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو په اړه خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې د بخښنې نړیوال سازمان او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیټ د پاکستان له حکومت غوښتي چې د افغانانو د ځورولو دا لړۍ دې پای ته ورسوي. خو د رپوتونو له مخې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو او له دغه هیواد څخه جبري ایستلو لړۍ د اسلام اباد بهر نورو ښارونو ته هم غځولې ده.زندانونو
د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت هم ویلي چې دا افغان بندیان یې اسلام اباد سره نږدې د حاجي کمپ د توقیف خونې څخه راخوشې کړي دي. د رپوټونو له مخې پاکستاني پولیس په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نوي نیول شوي افغان کډوال افغانستان ته د ستنولو دمخه په حاجي کمپ کې په توقیف کې ساتي.
دا په نوي ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان له زندانونو څخه د افغان کډوالو د خوشې کیدو دوېیمه جوپه ده چې خپل هیواد ته ستنیږي. دمخه هم د ا.ا. د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د جنورۍ دوېیم ( مرغومې ۱۳) د پاکستان له زندانونو څخه د شاوخوا ۵۰ افغان کډوالو د خوشې کیدو او افغانستان ته د ستنیدلو خبر ورکړی وو.
د پاکستان لنډ مهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه اعلان کړې وه.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ددغه شمیر ۱.۴ میلیونه یې افغان کډوال دي. ملګري ملتونه وايي چې ددغه اعلان وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ِوځورول زیات شوي دي. ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته له ۸۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "ا.ا. : د پاکستان له زندانونو ۴۵ نور افغان بندیان راخوشې شوي دي"