ا.ا. : سږکال افغانستان کې ۱۵۹ زره ټنه پنبه تولید شوې

د ا.ا. د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصایې او معلوماتوملي ادارې په دغه هیواد کې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د تیرکال پرتله د پنبې په حاصلاتو کې د ۳۰ فیصده زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي دي چې په دغه کال کې په دغه هیواد کې ۱۵۹ زره ټنه پنبه تولید شوې چې ۸۰ زره ټنه یې یوازې د هلمند په ولایت کې تولید شوې ده.

ددغې ادارې ویاند محمد حلیم رفع د دوشنبې په ورځ فبرورۍ لسم( سلواغې ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ویلي چې سږکال د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې پر ۱۰۵ زره هکتاره ځمکه باندې د پنبې فصل کرل شوی وو.

هغه ویلي چې ترټولو زیاته پنبه د هلمند او بلخ، ګندهار، جوزجان او د ننګرهار په ولایتونو کې او ترټولو کمه د کاپیسا په ولایت کې تولید شوې ده.

محمد حلیم رفیع ویلي: ” ” د احصایې او معلوماتو ملي ادارې روان کال په هېواد کې په لومړي ځل په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې ترسره کړې ده، چې پر اساس یې په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده. د دې سروې ارقام ښيي چې د تېر کال په پرتله د پنبې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی”.

ددې سروې له مخې د هلمند په ولایت کې ۸۰ زره ټنه په بلخ ولایت کې څه باندې ۳۴ زره ټنه، کندهار ولایت کې ۱۱ زره ټنه، جوزجان ولایت کې نږدې ۱۱ زره ټنه او د ننګرهار په ولایت کې څه باندې ۵ زره ټنه پنبه تولید شوې ده.

د ا.ا. د حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې دا سروې یې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې سره، چې د سټلایټ پر مټ د اخیستل شویو انځورونو ارزونه او تعبیر په ‌کې شامليږي، په ۱۴۰۳ کال کې په لومړي ځل د پنبې تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړي دي، چې پر اساس یې ۱۰۵ زره هکټاره ساحه کې پنبه کرل شوې وه.

د سټلایټ پر مټ د اخیستل شویو انځورونو د ارزونې پر اساس روان کال په ۱۷ ولایتونو کې پنبه کرل شوې وه، چې د تېر کال په پرتله تر کښت لاندې ساحو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ا.ا. د حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې پنبه د افغانستان په مهمو صادارتې توکو کې څخه شمېرل کېږي چې یوازې تېر کال [۱۴۰۲] کې د ۲۷۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه دانې له دغه هېواد څخه بهر ته صادرې شوې دي.

په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هلمند په ولایت کې د پنبې په کښت او تولید کې دا زیاتوالې د ا.ا. د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا په دغه هیواد کې د کوکنارو پر کښت باندې د بندیز د لګولو وروسته راغلی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ا.ا. : سږکال افغانستان کې ۱۵۹ زره ټنه پنبه تولید شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*