ا.ا. وايي، پروان کې په یوې ناڅرګندې ناروغـۍ اخته دوه کسان مړه او ۵۰ نور مرګوني دي

Loading

په پروان کې د ا.ا. ولايتي چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت شینواري ولسوالۍ کې په یوې ناڅرګندې ناروغـۍ سلګونه کسان اخته شوي، چې دوه تنه مړه شوي او ۵۰ نور یې مرګوني دي.

د پروان ولایت لپاره د ا.ا. د والي ویاند حکمت الله شمیم رسنیو ته ویلي، دغه کسان له تېرو څلورو ورځو راهیسې په دغې ناروغۍ اخته شوي او ډیری یې د یوې سیمې اوسېدونکي دي.

هغه وايي، په دغـې وژونکې ناروغۍ اخته کسان د شینواري ولسوالۍ اړوند د کفشان درې اوسیدونکي دي.

‏د پروان ولایتي چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي، په دغې ناروغۍ تر ډېره بریده هغه کسان اخته شوي چې، په فزیکي معلولیت، سردرد او د غړیو په درد اخته وو.

تر دې مهاله دا نه څرګنده چې ولې ناببره دغه ناروغي دومره پراخه شوه.

د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، چې په يادې ناپیژندل شوې لېږدونکې ناروغـۍ اخته کسان د ټول ځان د بېوسۍ، د لاسونو او پښو شدید درد، شدید اسهال او ګرمې تبې څخه شکایت کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ا.ا. د عامې روغتیا وزارت نظر له ځان سره ولرو خو په دې بریالي نشوو، او نه هم دغه وزارت تر اوسه پورې د یادې ناروغۍ د خپرېدو په اړه خبرپاڼه خپره کړې.

په افغانستان ډاکتران هم وايي، چې تر اوسه پورې داسې ناروغي نه ده لیدلي، خو وايي چې دغه ناروغـۍ کولرا ته ورته ناروغي ده.

کابل کې د داخله ناروغـیو متخصص ډاکتر شهیر احمد افغانستان انټرنشنل ته وويل چې تر اوسه پورې د دغې ناروغـۍ تشخیص نه دی شوی نو په خبره یې چې په اړه یې څه ویل له وخته وړاندې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ا.ا. وايي، پروان کې په یوې ناڅرګندې ناروغـۍ اخته دوه کسان مړه او ۵۰ نور مرګوني دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*