ارتمېس ۲ سپوږمۍ ته په تر ټولو اوږد واټن سفر د اپولو ۵۰ کلن ریکارډ مات کړ

💬0

ارتمېس ۲ سپوږمۍ ته په تر ټولو اوږد واټن سفر د اپولو ۵۰ کلن ریکارډ مات کړ

نړۍوالې فضايي ادارې (ناسا) ویلي، سپوږمۍ ته استولو څلورو ستورمزلو یې سپوږمۍ ته نږدې له سپوږمۍ څرخېدل بشپړ کړل.

راپورونه وايي، د دغه ماموریت موخه یوازې سپوږمۍ ته نږدې له سپوږمۍ څرخېدل او مطالعه یې ده، نه ور ښکته کېدل.

ارتمېس ۲ له سپوږمۍ د بریالۍ څرخېدنې په ترڅ کې د اپولو ۱۳ ماموریت چې ۵۰ کاله مخکې سپوږمۍ ته تللي و، د واټن ریکارډ مات کړ.

د ارتمېس ۲ ستورمزلو په خپل دغه سفر کې کسوف یا د لمر تندر نیول هم له نږدې وکتل.

 وروسته له دې چې انسانان تر بل هر وخت زیات ژور فضا ته ولاړل، د ارتمېس ۲ ستورمزلو د دوشنبې په شپه خپله سپوږمکۍ د بېرته ستنېدو پر لور وګرځوله او خپل سپوږمیز سفر یې پاېته ورساوه.

دغه سفر د سپوږمۍ د هغې پټې خوا منظرې یې ښکاره کړې چې تر دې مخکې هیچا په سترګو نه وې لیدلې.

د دوی د سپوږمۍ چاپېر څرخېده، چې د اپولو له دورې وروسته د ناسا لومړنی سفر و، یوازې علمي لاسته راوړنې نه درلودې، بلکې یو شمېر اسماني نندارې هم پکې شاملې وې.

 دا یو مهم ګام و چې په راتلونکو دوو کلونو کې د سپوږمۍ سویلي قطب ته د انسان د تګ زمینه برابروي.

کله چې سپوږمۍ د هغوی له نظره لمر لنډ مهال لپاره پټ کړه، درې امریکايي او یو کاناډايي ستور مزلو د بشپړ لمر تندر (کسوف) سره هم مخ شول.

عطارد، زهره، مریخ او زحل هم په دغه تشیال کې ورته ښکاره کېدل.

د اپولو ۱۲ او ۱۴ د ناستې ځایونه هم لیدل کېدل، چې د ناسا د نیمې پېړۍ مخکې د لومړنیو سپړنو یادونه یې تازه کړه.

ارتمېس ۲ د ځمکې له مداره (۴۰۶,۷۷۱ کیلومټره) واټن پورې ورسېد چې دا د اپولو ۱۳ تر ریکارډ ۴,۱۰۱ میله (۶,۶۰۰ کیلومټره) زیات و.

کاناډايي ستورمزلي جېرمي هانسن و ویل، دا نسل او راتلونکی نسل دې ډاډه وي چې دا ریکارډ ډېر نه پاتې کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ارتمېس ۲ سپوږمۍ ته په تر ټولو اوږد واټن سفر د اپولو ۵۰ کلن ریکارډ مات کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*