د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې اروپايي ټولنې دفتر د ژمي په موسم کې زیانمنوونکو افغانانو ته د مرستو د برابرولو لپاره ددغه پروګرام سره د ۱۷.۴ میلیونو ډالرو ( ۱۶.۵ میلیونو یورو) نوې مرسته کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د دوشنبې په ورځ ناوخته جنورۍ ۲۰( سلواغې اول) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې دغه نوې مرسته به دغه پروګرام ته ددې امکان ور کړي چې اړمنو کسانو او میندو او ماشومانو د تغذيي خپل پروګرام پراخه کړي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې د اټکل له مخې شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان به په روان ژمي کې د خوړو د خوندیوب په برخه کې د بحران او د بیړني حالت په کچه د خوړو نه خوندیتوب تجربه کړي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د وینا له مخې د یو څه مودې راهیسې یې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې چې د واورو د اورښت له امله یې لارې بندې شوې د خوراکي توکو ویشل پیل کړي دي.
ملګرو ملتونو د اروپايي ټولنې د نوې مرستې هرکلی کړی او ویلي دي چې په دې پیسو به په روان ژمي کې شپږ میلیون کسانو ته هره میاشت خواړه برابر کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: ” کورنۍ به په سیمه ییزو بازارنو کې د خوراکي توکو د پیرلو لپاره نغدې پیسې ترلاسه کړي او همداشان امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندې به د خوارځواکۍ د مخنیوي او یا هم درملنې لپاره قوي مغذي خواړه ترلاسه کړي”.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بشردوستانه عملیاتو رئیس فرانسوا ګیومنس په دې خبرپاڼه کې ددغې نوې مرستې په اړه ویلي: ” د خوړو د خوندیتوب د وضعیت د ښه کیدو او په اغیزمن ډول د بشري مرستو د برابرولو سره سره، افغانستان لا هم په نړۍ کې د لوږې د حالت سره د مخ هیواد په توګه پاتې دی چې د وګړو څلورمه برخه یې د لوږې په حالت کې ژوند کوي”.
فرانسوا ګیومنس افغانستان کې د بشري بحران په شدت باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د بودیجې د کمښت له امله دا پروګرام دې ته اړ شوي چې په دغه هیواد کې افغانانو سره خپلې مرستې محدودې کړي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو پراساس د تیر ۲۰۲۴ کال تر نیمايي پورې دغه پروګرام په دې توانیدلی چې هره میاشت یو میلیون افغانانو ته مرستې ورسوي، خو د بودیجې د کمښت له امله لږ تر لږه ۱۱ میلیونه نور کسان د دغه پروګرام د مرستو څخه محروم پاتې شوي دي.
ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې اروپايي ټولنې په تیرو دوو کلنو کې ۹۲.۵ میلیونه ډالر( ۸۶.۳ میلیونه یورو) په افغانستان کې دغه پروګرام سره مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام سره د اروپايي ټولنې ددغې نوې مرستې د اعلان درې ورځې دمخه دغې ټولنې په افغانستان او ددغه هیواد په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کسانو سره د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) سره هم د ۳۷ میلیونو ډالرو ( ۳۶ میلیونو یورو) د مرستې د برابرولو اعلان کړی وو.
د اروپايي ټولنې دفتر د جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۸) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ددغې مرستې څخه به په افغانستان، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې میشت افغان کډوالو او بې ځایه شویو افغانانو پروګرامونو ته مرستې برابرې شي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اروپايي ټولنې ددغو ۳۶ میلیونو یورو دغه مرسته به افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو او په دغه هیواد کې په کور دننه بې ځایه شویو کورنیو ته د بدلیل معیشت د فرصتونو د برابرولو او اساسي خدمتونو د چمتو کولو په چارو کې په مصرف ورسول شي.
اروپايي ټولنې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام سره ددې نوې مرستې اعلان په داسې حال کې کړی، چې همدا تیره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) د بودیجې د کمښت له امله افغانانو ته د یو شمیر مهمو بشري پروګرامونو د دوام په برخه کې د ځنډ خبر ورکړی وو.
د ملګرو ملتونود بشري مرستو د همغږۍ ادارې د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۰( سلواغې اول) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې په سیمه ییزو بازارونو کې د ځانګړو توکو پیرل او ددغو توکو د حمل او نقل لپاره اضافي بودیجې چمتو کول خورا مهم دي.
اوچا ویلي: “دا به په سرحد کې د ځنډونو موده او د بازار نوسانات او اختلالات کم کړي او په لوړه کچه د بشري مرستو توکو ته به د اړتیا په سیمو کې مخکې له مخکې د ځای پرځای کیدو زمینه برابره کړي”.
ملګري ملتونه وايی چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د افغانانو اړتیاوې د تیر ۲۰۲۴ کال په څیر په ډیره لوړه کچه پاتې دي.
ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی دی.
اوچا ویلي چې په روان کال کې به هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.
لومړی نظر وکړئ on "اروپايي ټولنې اړمنو افغانانو سره د ۱۷.۴ میلیونو ډالرو نوې مرستې اعلان کړی"