
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار کړی
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغو محدودیتونو د بېقیدوشرطه لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.
دې ټولنې د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د اجرائیوي پلاوي په ۲۲۵مه غونډه کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو بېبرخې دي او دې وضعیت له ۲.۲ میلیونو ډېرې نجونې اغېزمنې کړې دي.
د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: «اروپایي ټولنه په ۲۰۲۶ کال کې د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له رسمي زدهکړو محرومې دي او دې بندیز له ۲.۲ میلیونو ډېرې نجونې اغېزمنې کړې دي. موږ د دغو تبعیضي پالیسیو د بېقیدوشرطه لغوه کېدو غوښتنه کوو.»
اروپایي ټولنې د ښځو او نجونو لپاره د زدهکړو د بدیلو فرصتونو د برابرولو په برخه کې د یونسکو د هڅو هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې دغه پروګرامونه د رسمي، ټولشموله او باکیفیته زدهکړو ځای نهشي نیولی.
د ښوونځي زدهکوونکې امالبنین حیدري وایي: «زه په یوولسم ټولګي کې وم چې دا محدودیت ولګېد. ښایي زه وکولای شم په یو ډول خپلو زدهکړو ته په بل ځای کې دوام ورکړم، خو دا وضعیت د هغو نورو نجونو لپاره ستونزمن دی چې په شپږم یا له هغه پورته ټولګیو کې له زدهکړو محرومې شوې دي.»
نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز د لرې کولو غوښتنه کړې، خو د افغانستان اسلامي امارت په دې اړه په دې وروستیو کې رسمي وضاحت نه دی ورکړی.
لومړی نظر وکړئ on "اروپایي ټولنې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار کړی"