
افغان محصلانو په اړه د پاکستان د طبي شورا پرېکړه محکمې ته ورسېده
د پاکستان د طبي او غاښونو د شورا د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې، د پاکستان اسلامي جمعیت محصلینو په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د دې پرېکړې له امله د اغېزمنو افغان محصلینو په استازیتوب یې د اسلاماباد په عالي محکمه کې عریضه ثبت کړې ده.
دغه بنسټ د افغان محصلینو د تحصیلي راتلونکي د خوندي کولو او پر دې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د اسلامي جمعیت محصلینو مشر صاحبزاده وسیم حیدر وویل: «زه د طبي او غاښونو شورا او د پاکستان حکومت ته وایم چې دوی زموږ مېلمانه دي. د نړیوالو قوانینو له مخې، دا سمه نه ده چې تاسو یو کس د څلورو یا پنځو کلونو لپاره د زدهکړو په موخه راوبولئ او بیا له څلورو یا پنځو کلونو وروسته یې وباسئ.»
موږ له حکومت څخه غواړو چې دا مسئله حل کړي. که دا مسئله حل نه شي، موږ په محکمه کې قضایي عریضه ثبت کړې او د افغان محصلینو په اړه به هم خپلې حقوقي عریضې محکمې ته وړاندې کړو. موږ به په هر ډګر کې د محصلینو له حقونو دفاع وکړو.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي زکیم خان وزیر، د دې په ټینګار سره چې د افغان محصلینو راتلونکی باید د تبعیض قرباني نه شي، ویلي چې په اسلاماباد کې د دغه غورځنګ وکیلانو د افغان محصلینو په اړه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پرېکړه د لاهور عالي محکمې په راولپنډۍ څانګه کې ننګولې ده.
هغه زیاته کړې چې په اسلاماباد کې د فدرالي طبي کالج د افغان محصلینو لپاره به هم ورته عریضه ثبت شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي زکیم خان وزیر پر اېکس لیکلي: «په اسلاماباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ وکیلانو د افغان طبي محصلینو پر ضد د پاکستان د طبي او غاښونو شورا غیرانساني پرېکړه د لاهور عالي محکمې په راولپنډۍ څانګه کې ننګولې ده. په اسلاماباد کې د فدرالي طبي کالج د افغان محصلینو لپاره به هم ورته عریضه ثبت شي.
زدهکړه حق دی؛ عدالت هم حق دی. د افغان محصلینو راتلونکی باید د تبعیض قرباني نه شي. د هغوی له حقونو دفاع او د هغوی د راتلونکي ملاتړ وکړئ.»
په ورته وخت کې، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان سند عالي محکمې د دغه هېواد د طبي او غاښونو شورا هغه لارښوونې چې له افغان محصلینو یې د زدهکړو تر بشپړېدو مخکې د ستنېدو غوښتنه کړې وه، د سپټمبر تر ۲۹مې ځنډولې دي.
د دې حکم له مخې، چارواکي نه شي کولای په کراچۍ کې د ۳۴ افغان طبي محصلینو پر ضد اجباري اقدام وکړي.
پاکستان د روان کال په سرطان میاشت کې د افغان ډاکټرانو د ایستلو لړۍ پیل کړه او په وروستي مورد کې د الاینس روغتیایي خدمتونو شرکت، چې په پېښور کې د نارتوېسټ عمومي روغتون او څېړنیز مرکز هم تر چتر لاندې لري، د یوه مکتوب په خپرولو سره د معتبرې ویزې د نه لرلو له امله د یو شمېر افغان ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو دندې ځنډولې دي.
د الاینس روغتیایي خدمتونو شرکت د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «ټول افغان وګړي چې اوسمهال په دې شرکت یا د هغه په اړوندو شرکتونو کې کار کوي او معتبره ویزه نه لري، مکلف دي چې په فوري توګه خپلې دندې ودروي. هغوی یوازې د معتبرې ویزې د اسنادو له وړاندې کولو او تایید وروسته کولای شي بېرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.»
په اسلاماباد کې د طب پوهنځي د وروستي کال محصل همت علي فیاض وایي: «محصلین په پاکستان کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، سره له دې چې قانوني اسناد او ویزې لري. تر اوسه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې چې ټولو پوهنتونونو ته اجازه ورکړي څو افغان محصلین بېرته خپلو ټولګیو او درسونو ته ستانه شي.»
په ورته وخت کې، په افغانستان کې متخصص ډاکټران ټینګار کوي چې سیاسي مسایل باید له طب او زدهکړو سره له اړوندو چارو جلا وساتل شي او له پاکستان څخه غواړي چې دا موضوعات له یو بل څخه تفکیک کړي.
ډاکټر مجتبا صوفي په دې اړه وایي: «که اسلامي امارت وکولای شي هند ته د دغو محصلینو د لېږد او هلته د زدهکړو زمینه برابره کړي، ډېر به ښه وي. دا ډېره ناسمه ده چې یو محصل د زدهکړو په وروستي کال کې وي او د سیاسي ستونزو له امله یې وباسو.»
د ۱۴۰۵ کال د سرطان په ۲۳مه، په پاکستان کې ۱۳ افغان ډاکټران او یو د طب محصل ونیول شول او د ایستلو مرکز ته ولېږدول شول. د پاکستان د طبي او غاښونو شورا هم د ۱۴۰۵ کال د اسد په ۹مه او وروسته د سنبلې په ۱۰مه، د طب او غاښونو د څانګو د افغان محصلینو د بېرته ستنولو امر صادر کړ چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
لومړی نظر وکړئ on "افغان محصلانو په اړه د پاکستان د طبي شورا پرېکړه محکمې ته ورسېده"