له تاجېکستان سره پر پولې د شوې نښتې په اړه څېړنې روانې دي

Photo: withrahmat

له تاجېکستان سره پر پولې د شوې نښتې په اړه څېړنې روانې دي

اسلامي امارت وایي، د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله د نښتې په اړه څیړنه کوي.

د افغانستان او تاجېکستان ترمنځ پر ګډه پوله د څلورو کسانو له وژل کېدو وروسته، د اسلامي امارت  ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، لومړني معلومات ښيي، یو شمېر قاچقبران چې ښايي د نشه‌يي توکو یا نورو ممنوعه توکو د لېږد په حال کې وو، له تاجیک سرحدي ساتونکو سره جګړه کې ښکېل شوي؛ خو ویلي یې دي، چې په دې اړه لاهم څېړنې روانې دي.
ذبیح‌الله مجاهد همداراز زیاته کړې چې اسلامي امارت تاجېکستان ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به د پولې په اوږدو کې د ناوړه استفادې اجازه ورنه‌کړل شي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وايي: « موضوع تر څېړنې لاندې ده. اسلامي امارت تاجېکستان ته ډاډ ورکوي چې د پولې په اوږدو کې به ناوړه ګټه‌اخیستونکي پاتې نه شي. زموږ امنیتي ځواکونه هم دا موضوع تعقیبوي او له هر ډول ناقانونې هڅو به مخنیوی کوي.»

تر دې وړاندې، د تاجېکستان د ملي استخباراتو ادارې اعلان کړی و چې د یکشنبې په ورځ د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ د خرمنجو په سرحدي سیمه کې د تاجکستان له پوله ساتو ځواکونو او یوې ترهګرې ډلې ترمنځ نښته شوې، چې څلور ترهګر په کې وژل شوي.
د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې هم ویلي چې د دغو کسانو جنایي دوسیه تر څېړنې لاندې ده.

د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې د سرحدي ځواکونو د مطبوعاتي مرکز خبرپاڼه کې راغلي: «د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د ۱۸مې په سهار، د یوې ترهګرې ډلې څلور غړي له افغانستانه د تاجیکستان خاورې ته داخل شول. هغوی د افغانستان د بدخشان ولایت د داربندک کلي ته نږدې له یوې سیمې تېر شول او د تاجیکستان د اوومې سرحدي پوستې  “خرمنجو” خوندي سیمې ته ننوتل. د تاجیکستان سرحدي ځواکونو ډېر ژر د هغوی موقعیت تشخیص کړ او د تسلیمېدو غوښتنه یې ترې وکړه؛ خو دغو کسانو مقاومت وکړ او ډزې یې وکړې، چې په پایله کې یې څلور واړه ووژل شول.»

 سیاسي شنونکی، معین‌ګل څمکنی په دې اړه وايي: « په دې تړاو موږ دا تمه لرو چې استخباراتي ادارې دا موضوع په بشپړه توګه وڅېړي، او که اړتیا وي، تاجېکستان، افغانستان، روسیه او نور هغه هېوادونه چې زموږ ګاونډیان دي، باید په دې برخه کې لا نږدې همکاري وکړي، څو وکولای شو د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یو بل سره مرسته وکړو.»

د سیاسي چارو شنونکی، یوسف امین ځاځی هم وايي: « دا امکان شته چې دا کسان د نشه‌یي توکو قاچاقبران وي، همدا راز امکان لري چې ترهګر وي. څو ورځې وړاندې د تاجېکستان په خاوره کې پر چینایي وګړو برید هم شوی و. د دې موضوع په اړه باید د څېړنو پایلې هم تاجېکستان او هم د افغانستان اسلامي امارت اعلان کړي، ځکه له څېړنو پرته د دې ډول موضوعاتو یادونه په رسنیو کې د خلکو ذهنونه مغشوشوي.»

په ورته وخت کې، په تاجیکستان کې د چین سفارت یو ځل بیا له خپلو وګړو وغوښتل چې د تاجیکستان او افغانستان سرحدي سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له تاجېکستان سره پر پولې د شوې نښتې په اړه څېړنې روانې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*