افغانستان بانک: هېواد کې ۳۵۰ ای‌ټي‌اېم ماشینونه فعال دي

💬0

افغانستان بانک: هېواد کې ۳۵۰ ای‌ټي‌اېم ماشینونه فعال دي

د افغانستان بانک وایي، په هېواد کې شاوخوا ۳۵۰ د پیسو ایستلو اتومات ماشینونه (ای‌ټي‌اېم) فعال دي او د زیاتوالي لپاره یې هڅې روانې دي.

د افغانستان بانک ویاند وایي، د دغو ماشینونو د شمېر زیاتولو موخه نغدو پیسو او بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي اسانه کول دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري و ویل: «موږ خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې دا زموږ وروستی اقدام نه دی؛ بلکې هڅه کوو چې په ټول هېواد کې د ای‌ټي‌اېم ماشینونو ترڅنګ د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه هم برابره کړو.»

خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د ښار په ځینو برخو کې د ای‌ټي‌اېم ماشینونو شمېر کافي نه دی او د پیسو ایستلو لپاره اړ دي چې اوږده واټنونه ووهي.

د کابل اوسېدونکي سیدطاهر و ویل: «ای‌ټي‌اېم ماشینونه باید په ډېرو سیمو، په ځانګړې توګه په ګڼ‌مېشتو ځایونو کې نصب شي، څو خلک وکولای شي په اسانۍ پیسې وباسي.»

د کابل بل اوسېدونکي و ویل: «اوس‌مهال ډېری ای‌ټي‌اېم ماشینونه بانکونو ته نږدې دي. که د دغو ماشینونو شمېر زیات شي، خلکو ته به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي، ځکه د ای‌ټي‌اېم خدمتونه شپه او ورځ د لاسرسي وړ دي.»

د ای‌ټي‌اېم ماشینونو زیاتوالی، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې بانکي څانګو ته د خلکو لاسرسی محدود دی، کولای شي بانکي او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي سیر قریشي و ویل: «برېښنایي تادیات له شک پرته کولای شي په تدریجي ډول پر نغدو پیسو تکیه کمه کړي او دغه بهیر راکړه ورکړه چټکه کولای شي.»

ای‌ټي‌اېم ماشینونه د برېښنایي بانکوالۍ له مهمو وسایلو شمېرل کېږي چې خلک یې له لارې بانکي څانګې ته له ورتګ پرته پیسې ایستلی او له ځینو نورو بانکي خدمتونو ګټه اخیستلی شي.

خو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې ای‌ټي‌اېم ماشینونو ته د خلکو لاسرسی یو شان نه دی او په لرو پرتو سیمو کې د دغو ماشینونو پراخول لا هم د بانکوالۍ د برخې له اړتیاوو ګڼل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان بانک: هېواد کې ۳۵۰ ای‌ټي‌اېم ماشینونه فعال دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*