افغانستان د نړۍ د اقلیمي بحران په لومړۍ کرښه کې

💬0

افغانستان د نړۍ د اقلیمي بحران په لومړۍ کرښه کې

د اقلیمي اقداماتو او عادلانه لېږد په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي سلاکار ټینګار کړی چې افغانستان، سره له دې چې د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې ډېره لږه ونډه لري، د نړیوال اقلیمي بحران په لومړۍ کرښه کې دی.

سلوین هارټ د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي اسمبلۍ په څنډه کې «افغانستان د اقلیمي فشارونو او کډوالۍ په لومړۍ کرښه کې» تر نوم لاندې غونډه کې ویلي چې تېر یوولس کلونه د ثبت شوي تاریخ تر ټولو ګرم کلونه وو او نړۍ د پاریس په تړون کې د ټاکل شوې ۱.۵ سانتي‌ګراد درجې د تودوخې له حد څخه د اوښتو په درشل کې ده.

د اقلیمي اقداماتو او عادلانه لېږد په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي سلاکار سلوین هارټ وویل: «واقعیت دا دی چې اقلیمي وضعیت مخ په خطرناک کېدو دی او افغانستان د اقلیمي بحران په لومړۍ کرښه کې دی. تېر یوولس کلونه د ثبت شوي تاریخ تر ټولو ګرم کلونه وو. د ال‌نینو پدیده هم یوې له وړاندې ګرمې شوې سیارې ته لا ډېره تودوخه ورزیاتوي. دغه وضعیت د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ خطر زیاتوي.»

په دې غونډه کې یو شمېر کارپوهانو هم په افغانستان کې د اوبو بحران، وچکالۍ او بې‌ځایه کېدو موضوعات څېړلي دي.

د کارپوهانو په وینا، واوره چې د افغانستان د اوبو تر ۸۰ سلنې سرچینې برابروي، د تودوخې د زیاتېدو له امله کمه شوې او هېواد د «اوبو د ورشکستګۍ» پر لور روان دی.

د اوبو سرچینو، چاپېریال او اقلیمي بدلونونو کارپوه نجیب‌الله سدید وویل: «لکه څنګه چې مې وویل، واوره زموږ د اوبو تر ۸۰ سلنې سرچینې برابروي. دغه توپوګرافیکه ګټه اوس له منځه تللې یا په تدریجي ډول د له منځه تلو په حال کې ده، ځکه اقلیمي بدلون د هوا تودوخه زیاتوي. دا په دې معنا ده چې یا افغانستان لږه واوره ترلاسه کوي او یا که واوره وشي، ډېره ژر ویلې کېږي. په پایله کې، د اوړي د کرنیز فصل لپاره عملاً اوبه نه پاتې کېږي.»

د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې افغانستان لا له وړاندې د اوبو له کمښت او د مرګ‌ژوبلې اړوونکو طبیعي پېښو له زیاتوالي سره مخ دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان د نړۍ د اقلیمي بحران په لومړۍ کرښه کې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*