افغانستان د نړۍ د تر ټولو هېر شویو بشري کړکېچونو په نوملړ کې

💬0

افغانستان د نړۍ د تر ټولو هېر شویو بشري کړکېچونو په نوملړ کې

د ناروې د کډوالو شورا په خپل تازه راپور کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د “هېر کړل شویو نړیوالو بحرانونو” په نوملړ کې شامل کړی او په دې هېواد کې یې د بشري ناورین د لا پراخېدو خبرداری ورکړی دی.

د راپور له مخې، افغانستان په داسې حال کې د نړیوالو مرستو له بې‌ساري کمښت سره مخ دی چې بشري اړتیاوې لا هم په خورا لوړه کچه پاتې دي.

د ناروې د کډوالو شورا وایي، وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو بشري مرستې په بشپړه توګه ودرېدې، افغانستان ته د بشري مرستو بودجه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د ناروې د کډوالو شورا رییس، یان اېګلنډ په دې اړه ویلي: « د لومړي ځل لپاره سږ کال افغانستان د ناروې د کډوالو شورا د نړۍ د هېر کړل شویو بحرانونو په نوملړ کې ځای نیولی دی. اوس وینو چې افغانستان ته د بشري مرستو بودجه خپل تاریخي ټیټ حد ته رسېدلې او له هرو شپږو اړتیا وړ ډالرو څخه یوازې یو ډالر برابر شوی دی.»

افغانستان کې د ان، آر، سي موسسې مسوول، یاکوپو کریډي هم و ویل: « د ناروې د کډوالو شورا لا هم ژمنه ده چې د افغانستان له هر هغه شمېر خلکو سره چې توان یې ولري، مرسته وکړي، او زموږ ټیمونه هره ورځ د سیمهییزو چارواکو په همغږۍ په ډګر کې حضور لري، ترڅو له افغانانو ملاتړ وکړي.»

دغه بنسټ وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، او د کډوالو پراخ بېرته راستنېدو هم پر محدودو خدمتونو فشار زیات کړی دی.

د ناروې د کډوالو شورا رییس، یان اېګلنډ، خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت میلیونونه افغانان له وروستیو حیاتي مرستو څخه بې ‌برخې کړي دي.

هغه وایي، که دا وضعیت دوام وکړي، په هېواد کې به بېوزلي، لوږه او ناهیلي نوره هم پراخه شي.

په همدې حال کې، اقتصاد وزارت د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د کمېدو په تأیید سره وایي، د احتمالي بحران د مخنیوي لپاره یې بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب بیا خپل نظر داسې شریکوي: « د اقتصادي محدودیتونو لرې کول، د خصوصي سکټور ملاتړ او د پانګونې راجلبول د کارموندنې او اقتصادي ودې له مهمو لارو چارو څخه ګڼل کېږي.»

د ناروې د کډوالو شورا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بشري مرستو په بېړني زیاتوالي سره، په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان د نړۍ د تر ټولو هېر شویو بشري کړکېچونو په نوملړ کې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*