افغانستان د نړۍ د شدیدې لوږې کتار کې پنځم ځای نیولی

💬0

افغانستان د نړۍ د شدیدې لوږې کتار کې پنځم ځای نیولی

په ۲۰۲۶ کال کې د خوړو د بحرانونو نړیوال راپور ښيي چې افغانستان د سختې لوږې له پلوه د نړۍ د لسو هېوادونو په منځ کې پنځم ځای لري.
دا راپور د یو شمېر نړیوالو بنسټونو له ‌خوا، لکه د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او نورو نړیوالو شریکانو په همکارۍ خپور شوی او پکې راغلي چې افغانستان له نایجریا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، سوډان او یمن وروسته هغه هېواد دی چې له لوړې کچې “سختې لوږې” سره مخ دي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې نږدې ۱۷.۴ میلیونه کسان، چې د ټول نفوس شاوخوا ۳۶ سلنه جوړوي، د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ دي.

د اقتصادي چارو شنونکی، میرشکیب میر په دې اړه وايي: « د افغانستان کې د لوږې او خوړو د ناامنۍ د کړکېچ د کمولو لپاره اړتیا ده چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او دا د پراخو اقتصادي اصلاحاتو طرح او پلي کېدو ته اړتیا لري.»

په همدې حال کې، میانمار، بنګله‌دېش، پاکستان، سویلي سوډان او سوریه له افغانستان وروسته په ټیټو درجو کې ځای لري.
د دې وضعیت لاملونه پراخه بېکاري، بندیزونه، وچکالي، د بشري مرستو کمښت او د کډوالو جبري بېرته را ستنېدل بلل شوي دي.
بل لور ته، د ولس وضعیت هم د فقر ژوروالی ښيي.
احمد علي، چې د کابل اوسېدونکی دی د ژوند له ستونزو او په سختۍ د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو یادونه کوي.

د کابل اوسېدونکی، احمدعلي بیا وايي: « زه خپله د څو مړیو په خوړلو شپه او ورځ تېروم، د سبزي یا مېوې د اخیستو پیسې نه لرم، ان سبزي هم نه پېژنم؛ ځکه سبزي مو نه ده خوړلې.»

خو اقتصاد وزارت دا شمېرې ردوي او ټینګار کوي چې افغانستان له داسې کچې بحران سره مخ نه دی.
د یاد وزارت د مسلکي مرستیال په وینا، د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د خلکو د معیشتي ستونزو د کمولو لپاره پروګرامونه پیل شوي دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري هم وايي: « د افغانستان اوسنی وضعیت د پرمختګ پر لور روان دی، د کارموندنې، انکشافي او پراختیايي پروژې په کابل او نورو ولایتونو کې د پلې کېدو په حال کې دي، د خلکو د پېرلو ځواک هم مخ پر زیاتېدو دی؛ نو ځکه دا راپور زموږ له نظره غیر مسلکي او غیر کارپوهانه دی.»

دا راپور په نړیواله کچه، هم ښيي چې په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې په ۴۷ هېوادونو نږدې ۲۶۶ میلیونه خلک د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ وو.
دا شمېر د ۲۰۱۶ کال په پرتله نږدې دوه برابره شوي، چې دا په نړۍ کې د لوږې د بحران د اندېښمنوونکي پراخېدو ښکارندویي کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان د نړۍ د شدیدې لوږې کتار کې پنځم ځای نیولی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*