د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د چرګانو د فارمونو شمېر له ۳ زرو شاوخوا ۱۵ زرو ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت ویاند وایي، دمګړۍ افغانستان د چرګانو د غوښې د تولید په برخه کې کابو ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین و ویل: « کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، د فارمونو شمېر درې زرو ته ټیټ شوی و، خو اوس د پراخو هڅو په پایله کې دغه شمېر ۱۵ زرو ته رسېدلی دی او موږ د غوښې د تولید په برخه کې نږدې ځای بسیاینې ته رسېدلې یو.»
له دې سره سم، په کابل کې د چرګانو د فارم لرونکو ټولنه وایي، هېواد کې د چرګانو د فارمونو او د چرګانو د غوښې د تولیدي کارخونو چارې په معیاري توګه ترسره کیږي.
د کابل د چرګانو د فارم لرونکو د ټولنې رییس، حکیم جان ابراهیم خېل و ویل: « افغانستان دا مهال د چرګانو د روزنې په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی او دا مهال ۱۳ مسلخه لرو چې څلور یې کابل او پاتې نور بیا ولایتونو کې دي.»
د اقتصادي چارو شنونکي، سیلاب سمندر و ویل: « اسلامي امارت یې باید داسې تولید وکړي چې، کورني تولیدات ډېر شي او باید یې ټول دولتي ارګانونه او اړوندې ادارې له تولیداتو ګټه واخلي.»
اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په پرلپسې ډول د کورنیو تولیداتو ملاتړ ته ژمنتیا ښودلې او ویلي یې دي چې، افغانستان اوس په ۳۶ ډوله تولیداتو کې بشپړې او په ۳۱ ډوله نورو تولیداتو کې نیمايي ځان بسیاینې ته رسیدلی دی.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې د ځان بسیاینې په درشل کې دی"