د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، افغانستان کې د ټاپي پروژې نل لیکه نږدې ۳ کیلومټره غځېدلې ده.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان طلوعنیوز ته وايي، له دې سربېره نږدې ۳نیم کیلومټره نوره سیمه د نل لیکې د غځولو لپاره چمتو شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: « د ټاپي پروژې کار اوس مهال په عادي توګه روان دی او له پیله تر دې مهاله دوه اعشاریه نهه کیلومټره نل لیکه غځېدلې او وېلډینګ شوې ده او شاوخوا درې اعشاریه څلور کیلومټره نوره سیمه ورته چمتو شوې او د استملاک چارې یې هم روانې دي.»
ورته مهال ډيپلوماټ مجلې په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي او مس عینک پر پروژو کار پیل کړی چې، د بریالیتوب چانس یې لږ دی.
د دې راپور لمخې، د افغانستان او ترکمنستان حکومتونه د ټاپي پروژې په پلي کولو کې همکاري کوي، خو هند د دې پروژې پلې کېدو کې شک لري چې، د دغه هېواد له ملاتړ پرته به د دې لویې اقتصادي پروژې په پلي کولو کې د پاکستان ګډون هم پایېدونکی نه وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه و ویل: « دغه پروژه ۸۵ سلنې د ترکمنستان له لوري تمویل کېږي او پنځه سلنې یې افغانستان، پنځه پاکستان او پنځه سلنې هم د هند له لوري تمویل کېږي. د افغانستان پنځه سلنې هم ترکمنستان ژمنه کړې چې پرې کوي یي.»
په سیمه کې د ټاپي پروژې اهمیت ته په کتو، افغانستان له دې پروژې څه ګټه کولای شي؟
د سیاسي چارو شنونکي محمد اصف ستانکزي په دې اړه و ویل: « دغه راز نړۍوالې پروژې اقتصادي برخه کې افغانستان ته نړۍوال مشروعیت ورکولی شي او نړۍ دې ته هڅوي چې، افغانستان کې دغه راز سترې پروژي عملي کړي.»
د ټاپي پروژې ټول لګښت لس ميلیارده ډالره اټکل شوی دی، او افغانستان کولای شي د ګازو د ترلاسه کولو سربېره، د ټرانزیټ د حق په توګه هر کال ۴۰۰ میلیون ډالره ترلاسه کړي.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د ټاپي پروژې نږدې ۳ کیلومټره نل لیکه غځېدلې ده"