د ا.ا. د حکومت د عامې روغتیا وزارت ددغه حکومت او د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ترمنځ په افغانستان کې ماشومانو ته د پولیو د ویروس د تطبیق لپاره د کمپاین د بڼې په سر د اختلاف له امله د څو اونیو لپاره د ځنډول شوې کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.
ددغه حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د دوشنبې په ورځ اکتوبر۲۸( لړم اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې دغه درې ورځنی فرعي کمپاین به په ۱۶ ولایتونو کې روان وي.
هغه ویلي: “دا کمپاین کې، چې درې ورځې به ادامه ولري د پنځه کلنو څخه د کم عمر ۶.۲ میلیونو ماشومانو ته به د پولیو واکسین تطبیق شي.”
هغه د سیمه ییزو قومي مشرانو او نفوذ لرونکو کسانو څخه غوښتي چې ددغه کمپاین په بریالیتوب کې دې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
ا.ا. حکومت د سپټمبر د میاشتې په نیمايي کې د پولیو د کمپاین د تطبیق د بڼې په سر د روغتیا نړیوال سازمان سره د اختلاف له امله په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد کمپاین ځنډولی وو.
ملګرو ملتونو د سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۶) ویلي وو چې ا.ا. دغه کمپاین ځنډولی دی. د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکي وايي په هغو بحثونو خبر دي چې په افغانستان کې د کور په کور په ځای په جوماتونو کې د واکسین تطبیق کېدل غواړي.
اسوشیتډ پرس د عامې روغتیا د سازمان د یو مقام حامد جعفري په حواله لیکلي وو: “د پولیو د محوه کولو نړیوال نوښت د پالیسۍ د تازه بحثونو په اړه خبر دی چې د پولیو کور په کور کمپاین ساحې-په ساحې کمپاین ته انتقالوي.”
نوموړي وویل چې په دغه کمپاین کې دخېل شریکان یې “په اوسنۍ تګلارې کې د هر بدلون د اغیز او اندازې د درک په اړه یې د بحث په پروسې” کې لګیا دي.
خو د ا.ا.د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي وو : “ځینې رسنیو راپورونه خپاره کړي چې ګواکې په افغانستان کې د پولیو واکسین منع شوی، او یا هم بند شوی دی ، ستاسې د معلوماتو لپاره باید ووایو چې په دې اړوند تر اوسه د واکسین د تطبیق د منع یا بندیدو اړوند رسمي څه نشته او نه هم د بندیز کومه ستونزه وجود لري.”
په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه د پولیو د ویروس ۲۳ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت د اکتوبر پر ۲۳ (لړم دوېیم) په خپل تازه راپور کې ويلي چې په تیره اونۍ کې د افغانستان د هلمند ولايت په موسی قلعه ولسوالۍ کې يو ماشوم په پوليو يا د ماشومانو ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.
خو د ا.ا. حکومت د عامې روغتیا وزارت د ادعا له مخې سږکال کې په افغانستان کې د پولیو د ویروس هیڅ مثبته پیښه نه ده ثبت شوې.
ددغه وزارت ویاند شرافت زمان په خپل ویډیوي پیغام کې چې نن یې رسنیو ته استولی ویلي: ” د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې مونږ په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته تائید شوې پیښه نه لرو، البته کوښښ کوو چې د واکسین له لارې ددغه وحشي ویروس څخه مخنیوی وکړو.”
د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ویروس پر وړاندې دغه فرعي کمپاین په داسې حال کې پیل شوي، چې پاکستان هم د دوشنبې په ورځ په دغه هیواد کې د پنځو کلونو څخه د کم عمر ۴۵ میلیونو ماشومانو ته د پوليو ویروس د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ویلي چې د اکتوبر له ۲۸ (لړم ۷) څخه د نومبر تر درېيمې (لړم ۱۳) پورې به دغه هېواد په ۷۱ ولسوالیو کې د ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي.
پاکستان کې سږکال تراوسه د پولیو ویروس ۴۱ مثبتې پیښې ثبت شوي چې نیمايي یې افغانستان سره په ګاونډ کې ددغه هیواد د بلوچستان په ایالت کې ثبت شوي دي.
په افغانستان کې تېر ۲۰۲۳ کال کې شپږ ماشومان ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي وو، چې ټول یې د ننګرهار په ولایت کې وو، خو سږ کال د ماشومانو د ګوزڼ زياتره پېښې په هلمند او کندهار ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت ويلي چې د سپټمبر په تېره مياشت کې يې د کندهار، هلمند، کابل او ننګرهار په چاپيريال کې د پوليو ويروس ۱۰ محيطې نمونې موندل شوي دي.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د یو څه موده ځنډ وروسته د پولیو واکسین کمپاین پیل شو"