کار وزارت: افغانستان کې له ۱۵ زرو زیاتو بهرنیو وګړو ته کار جوازونه ورکړ شوي

💬0
منبع

کار وزارت: افغانستان کې له ۱۵ زرو زیاتو بهرنیو وګړو ته کار جوازونه ورکړ شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې له ۱۵ زره ډېر بهرنيو وګړو د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.
افغانستان د شاوخوا شپږ زره تولیدي کارخونو په لرلرو سره، نه یوازې د خپلو وګړو لپاره د کار زمینه برابروي، بلکې د بهرنیو وګړو لپاره هم د عاید یوه سرچینه ده.

محمد میا له تېرو لسو کلونو راهیسې په پلازمېنه کې د چپلکو په یوه تولیدي کارخونه کې په تخنیکي برخه کې کار کوي.
نوموړی په خپله مورنۍ ژبه راته وايي چې له پاکستانه کابل ته راغلی، څو په خپله مسلکي برخه کې کار وکړي او له همدې لارې ښه عاید ترلاسه کړي.

پاکستانی وګړی، محمد میا وايي: « شکر دی دلته ډیرې پیسې پیدا کوم. زر افغانۍ ۴۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې کیږي، موږ ډیره ګټه کوو. په پاکستان کې نه برېښنا شته او نه کاروبار، هلته وضعیت خراب دی له همدې امله دلته راغلی یم.»

د دې کارخونې مسوولین باور لري چې له داخلي کارګرانو سره په ګډه د دې ډول متخصصو بهرنیو کارګرو شتون په ځانګړې توګه د تجربې د لیږد په برخه کې په ځینو تولیدي او تخنیکي برخو کې مهم رول لري.

د کارخونې مدیر، محمد اعظم یوسفي وايي: « د دوی حضور زموږ لپاره ډېر مهم دی؛ هم د تولید په برخه کې او هم د ماشینرۍ په برخه کې، او د هغوی کار زموږ لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.»

کارګر، عبدالرحمن هم وايي: « هغه یو ښه همکار دی چې په کار بوخت دی او که ماشین خراب شي نو په اسانه یې جوړوي. الحمدالله موږ هم ترې لږ څه زده کړي دي او کله ناکله چې کوم شی خراب شي، زه یې هم جوړولی شم.»

دغه راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۱۵ زره بهرنیو وګړو ته د کار اجوازونه ورکړ شوي دي.
د یاد وزارت په خبره، ډېری دغه وګړي د چین، ترکیې، پاکستان او ایران هېوادونو دي او په خصوصي سکتور کې کار کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع ‌الله ابراهیمي په دې اړه و ویل: « د بهرنیو وګړو د کار موده یو کال وي. کله چې یو کال پوره شي، که د هغوی کار ته اړتیا وي نو د کار جواز یې تمدید کېږي، او که اړتیا نه وي نو بېرته خپل هېواد ته ستنېږي. د اړتیا له مخې په خصوصي سکتور کې ورته د کار زمینه برابریږي.»

په همدې حال کې، د افغانستان د صنعت فعالیتونو او پانګونې په ودې سره، په ځینو برخو کې د متخصصو کارګرو اړتیا ډېره شوې ده او له داخلي کارګرانو سره د بهرنیو متخصصانو شتون کولی شي د مهارتونو په پراختیا او د هېواد د تولیدي سکتور په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کار وزارت: افغانستان کې له ۱۵ زرو زیاتو بهرنیو وګړو ته کار جوازونه ورکړ شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*