افغانستان کې په لومړي ځل د کڼو درملنه کیږي

Loading

یو افغان ډاکټر د لومړي ځل لپاره هېواد کې د کڼو درملنه کوي.


دغه ډاکټر وايي، د کڼو د عملیات پر مهال یوه اله د هغوی په غوږونو کې ږدي او له همدې سره بیا کولی شي، غږونه واوري.


ډاکټر، نجیب الرحمن حنیف و ویل:« دغه اله په طبیعي ډول د  انسانانو د اورېدلو ستونزه هواروي. دا د غوږ شاته لګول کیږي.» 


نجیب الرحمن حنیف چې خپلې زده کړې او د تخصص
دوره یې پاکستان کې بشپړه کړې، یو کال کیږي چې هېواد ته راستون شوی او ټاکل
شوې نن (پنجشنبه د تلې ۲۶مه) ۱۹ کلن حبیب عملیات کړي او په غوږ کې یې د
اورېدو اله ولګوي څو بېرته د اورېدو وړتیا پیدا کړي.


د حبیب پلار، محمد اسماعیل و ویل:« زموږ ۹ زره
ډالر د الې اخیستل کیږي او زر افغانۍ هم د روغتون فیس دی خو که موږ
پاکستان یا ایران ته تللي وای نو شاوخوا ۲۰ یا ۲۲  زره افغانۍ مو پر لګښت
راته.»


یاقوت شاه بل ناروغ دی چې شل کاله کیږي څه نه
اوري او په پاکستان کې یې ډاکټرانو ته د ۳۸ زره ډالرو په ورکړې سره په
غوږونو کې د اورېدو اله ایښې، خو د څو کلونو په تېرېدو سره دمګړۍ د دغې
دستګاه د جوړولو لپاره افغان ډاکټر ته راغلی دی.


یاقوت شاه وایي: «  هره اونۍ هغه ډاکټر ته
ورتلم د دې لپاره چې څه واورم، پروګرام به یې ورته جوړولو، بله ورځ خونه کې
ناست وم چې د اذان غږ مې واورېد همداسې ورو ورو کله به چې جومات ته لاړم
نو د تلاوت غږ به مې اورېده او ډېر ورته خوښ وم.»


د ناروغ ماشوم پلار، محمد اسماعیل و ویل: « موږ ډېر خوښ یو ځکه اسانه تګ راتګ کولای شو ځکه بهر ته دې ورځو کې تګ ساده نه دی.»


دغه ډاکټر له عامې روغتیا وزارت او افغاني سرې میاشتې غواړي چې له ناروغانو سره د درملنې لګښت په پرې کولو کې مرسته وکړي.


نجیل الرحمن حنیف و ویل: « عامې روغتیا وزارت
باید له دې ناروغانو سره په لګښتونو کې مرسته وکړي ځکه افغانستان کې ډول
ډول خلک دي او د پېسو د پرې کولو توان نه لري، د ښوونکو په څېر چې ۱۰ زره
افغانۍ معاش اخلي او نشي کولی دغه لګښتونه پرې کړي.»


د ډاکټرانو په خبره، دا لومړی ځل دی چې د دغه ډول ناروغانو درملنه په هېواد کې کیږي.

منبع


لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې په لومړي ځل د کڼو درملنه کیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*