د ا.ا. حکومت روغتیا وزارت کې د پولیو کمپاین برخې مشر وايي، د کور په کور پولیو واکسین بند شوی او له دې وروسته به جومات په جومات ماشومانو ته واکسین کېږي.
ډاکټر عبدالقدوس بریالي بي بي سي ته ویلي، دا پرېکړه یې مشر کندهار کې د علماوو شورا او د درېیو جنوبي ولایتونو کندهار، هلمند او روزګان د استازو په غوښتنه کړې ده.
ښاغلی بریالی ټینګار کوي، چې دا پرېکړه د مولوي هبت الله نه بلکه د “سیمې د خلکو غوښتنه ده.”
هغه زیاتوي، “په دغو درېواړو ولایتونو کې خلک وايي چې مونږ نور کور په کور واکسین نه غواړو او جومات په جومات یې غواړو. امیرالمومنین (د ا.ا.مشر) هم تائید کړه او پرېکړه یې وکړه چې دا واکسین به جومات په جومات کېږي.”
“کور په کور تر ټولو ښه تجربه وه”
روغتیا نړیوال سازمان بي بي سي ته ویلي، چې په دې اړه د ا.ا. له تازه پرېکړې خبر دي او هڅه کوي د ا.ا. روغتیا وزارت د پولیو کمپاین برخې مرکز سره خپلې همغږۍ ته دوام ورکړي چې په دې بڼه “د امکان تر حده ډېرو ماشومانو ته واکسین ورسېږي.”
روغتیا نړیوال سازمان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام په وینا: “افغانستان کې زمونږ تجربې ښيي، چې کور په کور هر ماشوم ته واکسین کول تر ټولو غوره لار وه چې مونږ له دې لارې تر ۲۰۲۱ کاله پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي چې ډېر ماشومان له ګوزڼ ژغوري.”
تمه وه چې د پولیو واکیسن کمپاین، چې ا.ا.حکومت او روغتیا نړیوال سازمان تر منځ د “بڼې پر سر د اختلافونو” له امله ځنډول شوی و نن دوشنبه بېرته پیل شوی واي، خو د ا.ا. روغتیا وزارت د پولیو برخې مشر وايي، د بڼې له بدلېدو سره دوی د چمتووالي لپاره لا نور وخت ته اړتیا لري.
ښاغلي بریالي زیاته کړې، چې یوه بله اندېښنه چې د علماوو شورا د ا.ا. مشر مولوي هبت الله اخوندزاده سره شریکه کړې او له مخې یې یاد پرېکړه شوې دا ده چې “کله چې رضا کاران د دوی د کور دروازې ټکوي، ښايي نارینه په کور کې نه وي.”
د نوموړي په ټکو “خلک وايي دوی شل کاله زمونږ دروازې راوټکولې خو هغه طبي خدمات چې مونږ اړتیا ورته لرو نه راته برابروي.”
داسې نه ښکاري چې له دغو درېیو ولایتونو پرته په نورو ولایتونو کې چا تر اوسه د کور په کور واکسین مخالفت کړی وي.
په پام کې وه چې د سپټمبر د میاشتې کمپاین د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې دوه اونۍ وړاندې پیل شي، خو اوس د بڼې بدلېدو په اړه له تازه پرېکړې وروسته په ټول افغانستان کې دا کمپیاین تر نامالومې نېټې ځنډول شوی.
د پلان له مخې په دغه کمپاین کې د ننګرهار، لغمان، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، روزګان، غزني، پکتیکا، خوست کابل او فراه ولایتونو کې پیلېده چې لږ تر لږه اتو میلیونو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي واکسین وشي.
د پولیو واکسین له دې وړاندې د “مایکرو پلان” په نامه د دوی د نوي پروګرام پر سر د اختلاف وروسته د واکسین بهیر ځنډول شوی و. تېره اونۍ د روغتیا نړیوال سازمان بي بي سي ته ویلي، په افغانستان کې د ا.ا. حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت دي کې دي چې ځنډول شوی کمپاین بېرته پیل شي، خو تر اوسه یې د بېرته پيل لپاره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
د ښاغلي بریالي په وینا، د دغه پلان له مخې دوی غوښتل چې “په هره ولسوالۍ کې د واکسیناتورانو شمېر ډېر کړي” خو د ده په ټکو د روغتیا نړیوال سازمان چې افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین چارې مخته وړي ورسره همغږی نه دی چې له همدې امله د دوو اوونیو لپاره واکسین ځنډول شوی و.
د ا.ا. حکومت له څو کلن ځنډ وورسته، د روان کال جولای کې د کندهار په ګډون سویلي ولایتونو کې کور په کور واکیسن ته اجازه ورکړې وه.
افغانستان او پاکستان نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو مثبتې پېښې لا هم پکې ثبتېږي او واکیسن یې دبېلابېلو دلایلو له مخې ځنډول کېږي.
ځینې ډاکټران په جنوبي ولایتونو په ځانګړې ډول کندهار کې د ګوزڼ پېښو ډېرېدو یو لامل د کور په کور واکسین نه کېدل یادوي.
په کلیوالي سیمو کې د ښځینه مبلغینو او ښځینه واکیسناتورانو نشتوالی او کموالی یو بل خنډ دی چې په ځینو سیمو کې کورنۍ نه غواړي “نامحرم کس” د دوی دروازه وټکوي.
بي بي سي ته د ا.ا. په روغتیا وزارت کې سرچینو تائید کړې چې په افغانستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته لوړ شوی دی.
په یادو پېښو کې ۱۱ مثبتې یې یوازې په کندهار کې ثبت شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې “کور په کور د پولیو کمپاین بند شو”"