المرصاد: په غـور کې ۲ داع-شیان وژل شوي چې یو یې په دایکنډي کې د ۱۴ کسانو په وژلو کې ښکېل و

Loading

د افغانستان د ا.ا. اړوند المرصاد وېبپاڼې د غـور ولایت په فېروز کوه کې د داع-ش ډلې د دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغې وېبپاڼې وژل شوي کسان د عزیز او مرتضی په نوم یاد کړي او ویلي یې دي، چې عزیز تیره میاشت هغه برید پلان او پلي کړی و، چې په پایله کې یې د دایکنډي او غـور ترمنځ ۱۴ ملکي کسان په کې وژل شوي و.

سره له دې چې په راپور کې ویل شوي، چې مرتضی بهرنی وګړی دی، خو دا روښانه شوې نه ده، چې د کوم هېواد اړوند وګړی دی.
د راپور له مخې، یاد کسان نن یکشنبې (د تلې ۲۹مه) د فېروز کوه په نور کوه سیمه کې تر غرمې وروسته د ا.ا. په یو لړ عملیاتو کې وژل شوي دي.
د المرصاد په راپور کې همداراز راغلي، چې د داع-ش ډلې دغو غړو د دې ولایت په وروستیو تخریبي کړنو کې هم لاس درلود.
د یادولو ده، چې د روان کال د وږي په ۲۲مه نېټه د غـور او دایکنډي ولایت په سرحدي سیمو کې د قرودال په کلي کې په یوه خونړي برید کې ۱۴ هزاره وګړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
وروسته بیا د دې پېښې مسوولیت داع-ش ډلې پر غاړه واخیسته.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری ا.ا.چارواکو په وار ورار په کورنیو او بهرنیو غونډو کې ټینګار کړی، چې داع-ش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځته تللې ده، خو نړۍوال او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د داع-ش ډلې د فعالیتونو له پراخېدو اندېښمن دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "المرصاد: په غـور کې ۲ داع-شیان وژل شوي چې یو یې په دایکنډي کې د ۱۴ کسانو په وژلو کې ښکېل و"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*