د امریکا پراختیايي ادارې او یوه قطري بنسټ «زدهکړې د ټولو لپاره» د دوحې فورم در۲۲مې غونډې په څنډه کې د ۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت یو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
دواړو بنسټونو د دغه هوکړه لیک موخه په افغانستان کې له زدهکړو او تحصیل پاتې ماشومانو او ځوانانو ته د زده کړو د زمینې برابرول بللي دي.
د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي:«د هوکړهلیک له لاسلیک کېدو موخه، له زدهکړو د پاتې ۱۰۰ زره ماشومانو د نوملیکنې لپاره مالي مرسته او افغان زدهکړیالانو ته د ۲زره تحصیلي بورسیو ورکړه ده.»
دغو بنسټونو په افغانستان کې د زدهکړو د ملاتړ پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
د پوهنتون استاد سید نبي سادات په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«کهچېرې په ټولیزه توګه د دغې موضوع معنویت ته وګورو، د زدهکړیالانو د اړتیاوو له تشخیص وروسته باید، د دغې موضوع لپاره کار وشي او د ځانګړې شویو پیسو د کارونې بڼه باید په سمه توګه مشخص شي.»
بلخوا، ځينې محصلان په دې برخه کې د مرستو هرکلی کوي او له اسلامي امارته غواړي چې، د افغان نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې پرانېزي.
محصل سید نجیبالله په دې هکله وویل:«موږ د اقتصادي ستونزو له امله ډېر ښه استعدادونه له لاسه ورکړي. د دې سربېره، باید ښځو ته پاملرنه وشي، ځکه دا اړین کار دی.»
محصله سجیه هم طلوعنیوز ته وايي:«له دولته هیله لرو چې، د زدهکړو دروازې د ټولو پر مخ پرانیزي، افغانې ښځې هم وکړای شي چې، ځان ته ځلانده راتلونکی جوړ کړي. »
افغانستان په وروستیو لسیزو کې د زدهکړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی. ناامنۍ، بېوزلي او کلتوري محدودیتونه، د هغو عواملو له ډلې دي چې، زدهکړو ته د ماشومانو او تنکي ځوانانو لاسرسی یې د پام وړ کم کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "امریکا او قطر هېواد کې له زدهکړو ملاتړ لپاره ۵۰مېلیون ډالري تړون لاسلیک کړ"