اوزبېکستان کې د افغانستان د محصولاتو لومړنی نندارتون

💬0

اوزبېکستان کې د افغانستان د محصولاتو لومړنی نندارتون

دغه نندارتون د «افغانستان تولید» تر سرلیک لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له‌خوا د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ د تاشکند په ښار کې، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د لوړپوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس دا نندارتون د هېواد د تولیدي ظرفیتونو د ور پېژندنې لپاره یو مهمه لاسته راوړنه بللې او زیاته کړې یې ده چې افغانستان د بېلابېلو کرنیزو، صنعتي محصولاتو او بډایه طبیعي سرچینو په لرلو سره کولای شي د اوزبېکستان د بازار اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

سیدکریم هاشمي د دغه ډول پروګرامونو پر دوام ټینګار کړی، څو ګډې پانګونې پیاوړې ، ټرانزیټ پراخ او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې اسانه شي.

سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه رییس، محمد ولي امیني وویل: «له نېکه مرغه نن موږ د هېواد څخه بهر د افغانستان د لومړي نندارتون د جوړېدو شاهدان وو، دا پروګرام د سوداګرۍ خونې د مشر او د هېواد د یو شمېر سوداګرو په حضور کې پرانیستل شو. په دې نندارتون کې د هېواد ۱۲۰ سوداګرو ګډون کړی او خپل تولیدات یې په بېلابېلو برخو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.»

په دغه نندارتون کې افغان سوداګرو له ۶۰ څخه زیاتو غرفو کې د افغانستان محصولات له دې جملې غالۍ، وچې او تازه مېوې، زعفران، جلغوزی، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او نوشابې د  درې ورځو لپاره نندارې ته ایښي.

دا نندارتون په داسې حال کې په تاشکند کې ترسره کېږي چې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو هڅې زیاتې شوي او دا ډول پروګرامونه کولای شي د کورنیو محصولاتو د معرفي کولو او د صادراتو د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوزبېکستان کې د افغانستان د محصولاتو لومړنی نندارتون"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*