اوزبېکستاني شرکتونو ته په افغانستان کې د کانونو استخراج جوازونه ورکړ شوي

8
6

اوزبېکستاني شرکتونو ته په افغانستان کې د کانونو استخراج جوازونه ورکړ شوي

د افغانستان اسلامي امارت ازبیکستاني شرکتونو ته رسمي جوازونه ورکړي څو د افغانستان په خاوره کې د ځمکپېژندنې  څېړنې ترسره کړي او د تېلو او ګازو په څېر هایډروکاربني سرچینې استخراج وکړي.

 
میرزامحمدوف ټینګار کړی چې په افغانستان کې ثبات او د بیخ بنسټونو پراختیا د ازبیکستان لپاره د نړۍ ازادو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابروي.

د اقتصادي چارو شنونکی، شمس الرحمن احمدزی په دې اړه داسې وايي: «که دا مجوز د اوزبېکستان په څېر بهرني هېواد ته ورکول کیږي دا هم زموږ په ګټه ده خو سیسټم باید داسې جوړ شي چې استخراج همدلته وکړي او پروسس یې کړي او هغه څه چې ترې راووځي هغه خپل هېواد ته صادر کړي دا زموږ په ګټه ده بیا.»  

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالغفار نظامي هم وايي: «ښه دا ده چې د شرکتونو په کیفیت او مسلکي توب تمرکز وشي. هغه هېوادونه چې د کانونو د استخراج په برخه کې ښه مخینه او تجربه لري، ښه ماشینونه لري او ښه کار کوي، هغوی را وبلل شي او تړونونه ورسره لاسلیک شي څو د قشقري په څېر تجربه تکرار نه شي چې موږ له چین سره درلوده.»  

په همدې حال کې، د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د دې همکارۍ پخلی کوي او وايي چې د تېلو او ګازو د استخراج او اکتشاف لپاره له کورنيو او بهرنیو شرکتونو  په تېره بیا له ازبکستاني شرکتونو سره یو شمېر تړونونه لاسلیک شوي دي.

 
د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې دا تړونونه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا روښانه نښه ده. 

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان هم بیا وايي: «دا تړون د افغانستان او اوزبېکستان د اړیکو یو ښکاره دلیل دی. اسلامي امارت غواړي چې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او په هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.»   

کانونو وزارت په وینا، اوسمهال د طوطي‌میدان د ساحې د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون له یوه ازبکستاني شرکت سره لاسلیک شوی او هغوی اوس د اکتشاف په پړاو کې دي. 
دغه وزارت زیاتوي چې طوطي‌میدان د هېواد د طبیعي ګازو له سترو سرچینو څخه دی او د اکتشافي کارونو له بشپړېدو وروسته به د استخراج پړاو هم پیل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوزبېکستاني شرکتونو ته په افغانستان کې د کانونو استخراج جوازونه ورکړ شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*