د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې په دغه هېواد کې د روان عیسوي کال په اکتوبر میاشت کې د ایراني او بهرنیو اتباعو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام شوي دي.
دغه سازمان د شنبې په ورځ اکتوبر دویم (لړم ۱۲) په یو راپور کې ویلي چې په اعدام شویو کسانو کې ۱۳ افغانان هم شامل دي. په دې سره د روان کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۴۹ ته رسېدلی دی.
په راپور کې د دغو اعدام شویو افغانانو هویت نه دی څرګند شوی او نه هم ویل شوي دي چې دوی ولې اعدام شوي دي. راپور وايي چې د روان عیسوي کال له پیل څخه تر اوسه په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۶۵۱ ته پورته شوی.
د دغه سازمان د راپور په اساس له ۲۰۰۷ کال راهیسې دا په ایران کې د یوې میاشتې په ترڅ کې د اعدام شویو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د ایران د بشري حقونو سازمان د اسرائیل او ایران ترمنځ د جنګ ګواښ ته په اشارې اندېښنه ښودلې چې په راتلونکو میاشتو کې به د ایران حکومت له خوا د اعدام په شمېر کې لا زیاتوالی راشي.
د دغه سازمان مشر محمود امیري مقدم وویل: “په ایران کې د پراخو جنګي تبلیغاتو سره هممهاله او د نړۍ ټول پام د ایران او اسرائيل ترمنځ کړکېچ ته اوښتی او اسلامي جمهوري (ایران) په رسنیزه چوپتیا کې د ایران په زندانونو کې د وروستیو دوو لسیزو تر ټولو ډېر اعدامونه پیل کړي دي.”
د ایران حکومت سمدستي د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو ا.ا. ویلي چې له ایراني لوري سره د هغو افغانانو د انتقالولو په تړاو خبرې روانې دي چې په ایران کې بندیان دي.
په افغانستان کې د ا.ا. د حکومت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت د ا.ا. تر کنټرول لاندې ملي راډيو تلویزیون ته وویل: “هڅه کوو چې له ایراني لوري سره یو توافق ته ورسېږو تر څو هغه بندیان چې په ایران کې په بېلابېلو سزاګانو محکوم دي هغوی هېواد ته راانتقال کړو.”
د فطرت په وینا د دغو هڅو په لړ کې تر اوسه شاوخوا ۴۰۰۰ هغه افغانان بېرته خپل هېواد ته انتقال شوي دي چې د ایران په مختلفو زندانونو کې بندیان و.
د ا.ا. د حکومت د ویاند مرستیال همداشان وویل چې له ایراني چارواکو څخه یې غوښتي چې په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره ناسم چلند بند کړي.
د ایران د بشري حقونو سازمان ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه او هغه هېوادونه چې له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې لري باید په دغه هېواد کې د اعدام مسله جدي وګڼي او د ایران د حکومت له خوا د “لا پراخو جنایتونو” د ترسره کېدو د مخنیوي لپاره جدي غبرګون وښيي.
لومړی نظر وکړئ on "ایران تېره میاشت ‘۱۳ افغانان اعدام’ کړي– راپور"