ایران ۱۰۰۰ افغان بندیـان افغانستان ته سپاري

د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال عسکر جلالیان ویلي: په پام کې ده، چې په راتلونکیو دوه میاشتو کې ۱۰۰۰ افغان بندیـان بېرته خپل هېواد ته واستوو، چې وکولی شي په خپل هېواد کې د بند پاتې وخت تېر کړي. په دې تبادله کې د ایران دریځ د بشري او بشري حقوقو پر اصولو او اصل ولاړ دی.

د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال او د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر د اسلامي امارت له چارواکو سره د بندیانو د بیرته ستنېدو په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی دی.

اسلامي امارت وايي، چې دغه پلاوی کابل ته رارسېدلی او خبرې اترې روانې دي.

ټاکل شوې، چې دغه ۱۰۰۰ بندیان په دوه میاشتو کې هېواد ته راستانه شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیـان د تبادلې په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله.

د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال او د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر هم افغانستان ته له خپل سفر وروسته رسنیو ته ویلي، چې په دوه میاشتو کې به ۱۰۰۰ افغان بندیـان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال عسکر جلالیان ویلي: په پام کې ده، چې په راتلونکیو دوه میاشتو کې ۱۰۰۰ افغان بندیان بېرته خپل هېواد ته واستوو، چې وکولی شي په خپل هېواد کې د بند پاتې وخت تېر کړي. په دې تبادله کې د ایران دریځ د بشري او بشري حقوقو پر اصولو او اصل ولاړ دی.

په ورته وخت کې به ایراني بندیان له افغانستان څخه هغه هېواد ته انتقال شي.

افغانستان او ایران په ۲۰۰۵ ز. کال کې د بندیانو د انتقال تړون لاسلیک کړی او اسلامي امارت هم دا  رسمي تړون منلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې ایران یو شمېر افغانان اعدام کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران ۱۰۰۰ افغان بندیـان افغانستان ته سپاري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*