بامیان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې ۳۲ کارخونو فعالیت پیل کړی

💬0

بامیان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې ۳۲ کارخونو فعالیت پیل کړی

د بامیان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې دغه ولایت کې ۳۲ بېلابېلو تولیدي کارخونو فعالیت پیل کړی دی.

دغه کارخونې د غالۍ اوبدلو، لاسي صنایعو، وینځونکو توکو او د لبنیاتو د پروسس او تولید په برخه کې فعالیت کوي، چې تر ډېره یې د دغه ولایت د خلکو اړتیاوې پوره کړې دي.

د مالوماتو له مخې، په هره دغه کارخونه کې له ۵۰ تر ۸۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رییس، نورزی امین زاده په دې اړه وایي: «پر فعالو کارخونو له یو میلیون تر ۱۰ میلیونه افغانیو پانګونه شوې، چې د غالۍ اوبدلو، د وینځونکو توکو، لبنیاتو او بېلابېلو خوراکي توکو د تولید او پروسس په برخه کې فعالیت کوي.»

پر دې سربېره، د ۱۴۰۵ لمریز کال له پیل راهیسې بامیان کې د ځینو تولیدي کارخونو په ګډون، ۲۸۰ بېلابېلو سوداګریزو شرکتونو ته هم د فعالیت جوازونه وېشل شوي دي.

اخوا سوداګر او پانګوال وایي، چې د دغو جوازونو ترلاسه کولو د دوی د سوداګریزو او صنعتي چارو د ودې لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.

بامیان کې سوداګر، محمد اسحاق و ویل: «د صنعت او سوداګرۍ جواز ډېر د اعتبار وړ دی، د دغو جوازونو په مرسته کولای شو موږ خپل تولید شوي لاسي صنایع په بېلابېلو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړو او له هېواده بهر یې صادر کړو.»

ځینې صنعتکاران له اسلامي امارته د لا زیات ملاتړ او د اړینو اسانتیاو د برابرولو غوښتنه کوي.

د بامیان صنعتکار، حسین حسیني و ویل: «له مسوولینو غواړو چې د صنعتکارانو لا زیات ملاتړ وکړي. دلته بامیان کې تولیدي کارخونې برېښنا نه لري او په صنعتي ښارګوټي کې لا هم ځمکه نه ده وېشل شوې.»

بل صنعتکار، رجب علي و ویل: «له اړوندو دولتي ادارو غواړو چې د خصوصي کارخونو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، د غالیو د وینځلو لپاره د اړتیا وړ ماشینرۍ په برخه کې زموږ سره همکاري وکړي. دلته تر ټولو جدي ستونزه د برېښنا کمښت دی او دولت کولای شي چې غم یې راته وخوري.»

د بامیان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین زیاتوي چې دغه ولایت کې د صنعتکارانو لپاره د اسانتیاو برابرولو په موخه د صنعتي ښارګوټي جوړولو لپاره د زر جریبه ځمکې د ځانګړي کېدو چارې بشپړې شوې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به پر صنعتکارانو او پانګوالو و وېشل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بامیان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې ۳۲ کارخونو فعالیت پیل کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*