بامیان کې د لاسي صنایعو بازار د تېر کال پرتله کمزوری شوی

💬0

بامیان کې د لاسي صنایعو بازار د تېر کال پرتله کمزوری شوی

بامیان کې د ښځو لپاره ځانګړي شوي “هنر بازار” کې د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو د ښځو هنري او لاسي صنایع پلور ته وړاندې کېږي.

په دې بازار کې خامک‌دوزي شوي کالي، واسکټونه، خولۍ، بوټان، لاسي بکسونه، چادرۍ او نور ورته لاسي محصولات پلورل کېږي.

دغه محصولات د بامیاني ښځو د لاسي هنرونو تر څنګ، د هغوی لپاره د عاید او اقتصادي فعالیتونو له مهمو سرچینو هم ګڼل کېږي.

په دغه بازار کې هټۍ لرونکې، شریفه په دې اړه وایي: «موږ شاوخوا ۸۰ کارکوونکي لرو، ځینې یې دایمي دي او ځینې نور بیا په لنډمهالي ډول کار کوي. دوی د لاسي صنایعو په بېلابېلو برخو کې کار کوي.»

بلې هټۍ لرونکې، زینب کریمي وویل: «موږ یې خام مواد اخلو، ښځو ته یې ورکوو، دا ښځې یې بیا خپلو کورونو ته وړي او د خپلو کورونو د کار تر څنګ زموږ لپاره لاسي صنایع هم جوړوي.»

د بامیان په کلیو او لرې پرتو سیمو کې لاسي صنایع د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د ښځو لپاره د عاید د ترلاسه کولو له مناسبو سرچینو بلل کېږي.

خو د دې بازار یو شمېر ښځینه هټۍ‌والې وايي چې په ولایت کې د لاسي صنایعو بازار د تېر کال پرتله کمزوری شوی او له بلې خوا د دغو توکو د لومړنیو موادو بیې هم په بازارونو کې لوړې شوې؛ چې دې د هغوی پر عاید منفي اغېز کړی دی.

متشبثه، فاطمه احمدي په دې اړه وایي: «مخکې به په کابل او یا ځینو نورو ولایتونو کې ډېر نندارتونونه جوړېدل، ښځو به خپل محصولات هلته نندارې ته وړاندې کول خو سږ کال نندارتونونه کم شوي دي.»

د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رییس وايي، د لاسي صنایعو لپاره د مناسبو بازارونو د موندلو هڅې یې پیل کړي او هڅه کوي چې په دې ولایت کې د لومړنیو موادو د پروسس او تولید زمینه هم برابره کړي.

د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رییس، نورزي امین‌زاده وایي: «د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري نندارتونونه په لاره اچول کېږي او موخه یې هم بازارموندنه، د کورنیو تولیداتو وده او د خصوصي سکټور پیاوړتیا ده.»

د بامیان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د شمېرو پر بنسټ، اوس مهال د دې ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ښځو د لاسي صنایعو اته بازارونه فعال دي او ټاکل شوې چې د دغو صنایعو د پلور لپاره دوه نور بازارونه هم فعال شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بامیان کې د لاسي صنایعو بازار د تېر کال پرتله کمزوری شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*