بایډن د استرالیا، جاپان او هند مشران د وروستي ملاقات لپاره خپل کور ته بللي

Loading

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د استرالیا، جاپان او هند مشران د خپلې ولسمشرۍ د دورې په پای کې د وروستۍ لیدنې کتنې لپاره د دلاویر په ایالت کې خپل کور ته غوښتي دي.

دا څلور هېوادونه د “کواډ” په نوم ډلې غړي دي چې بایډن یې د چین په وړاندې د برابرۍ وسیله بولي.

بایډن د څلور اړخیزو لیدنو کتنو لپاره وروسته له هغه خپل پلرنی ویلمینګټن ښارګوټی انتخاب کړ چې نوموړی د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وړاندې له خپلې نوماندۍ تیر شو او د ډیموکرات ګوند نوماندي یې خپلې مرستیالې کاملا هریس ته وسپارله.

بایډن په ویلمینګټن کې په خپل کور کې، د جمعې په ماښام د استرالیا له صدراعظم انتوني البنیز سره او په شنبې د هند د صدراعظم نریندرا مودي او د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا سره یو په یوه ګوري.

ورپسې د شنبې په ماښام، بایډن دغه درې مشران په ویلمینګټن کې په هغه ښوونځي کې د شپې ډوډۍ ته بللي چې نوموړي پکې په ماشومتوب کې زده کړه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرن ژان پېیر وویل: “د ولسمشر په توګه بایډن په لومړي ځل په ویلمینګټن کې له بهرنیو مشرانو سره ګوري” چې د کواډ هېوادونو له مشرانو سره د هغه شخصي نږدې والی په ګوته کوي.

په دغو لیدنو کتنو کې د امریکا د ولسمشرۍ مرستیاله کاملا هریس برخه نلري.

د کواډ هېوادونو ډله په ۲۰۰۷ کې رامنځته شوې. ټاکل شوې چې چین، د سیمې له هېوادونو سره د بیجینګ وروستي مخالفتونه او په ځانګړي ډول د فلیپین او چین د سمندري ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا په ویلمینګټن کې د مشرانو د خبرو عمده ټکی وي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وايي، څلور سره مشران “د چین لخوا د رامنځته شویو ننګونو په اړه ګډ نظر لري او همدا موضوع به خامخا د خبرو د اجنډا په سر کې وي.”

په سپینې ماڼۍ باندې نیوکه شوې چې دغو لیدنو کتنو ته محدود شمېر رسنۍ بلل شوي دي. د رسنیو استازي شک لري چې ښايي دغه محدودیت د مودي په غوښتنه لګول شوی وي چې له رسنیو سره له ډیرو خبرو کولو څخه ډډه کوي.

د هند دغه ملتپاله مشر په ۲۰۲۳ کې سپینې ماڼۍ ته بلل شوې و او په خبري غونډه کې یې د رسنیو یوازې دوه پوښتنې ځواب کړې. مودي په خپله نهه کلنه واکمنۍ کې په هند کې هیڅ پرانیستې خبري غونډه نه ده جوړه کړې.

پر مودي باندې د استبدادي حکومتدارۍ د پیاوړي کولو تور دی او سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې ولسمشر بایډن پر مودي باندې د بشري حقونو د سرغړونو د تورونو په اړه له خبرو کولو څخه ځان نه کاږي.

کربي وویل: “د مودي په شمول له بهرنیو مشرانو سره د بایډن هیڅ داسې غونډه نشته چې هغه پکې بشري او مدني حقونو ته د درناوي په اهمیت ټینګار نه وي کړی.”

ټاکل شوې ده چې د کواډ د مشرانو بله غونډه په ۲۰۲۵ کې د هند په کوربه توب ترسره شي.

بایډن زیاتره وخت د اونۍ اخرې دوې ورځې په خپل پلرني ښارګوټي ویلمینګټن کې تیروي چې له پلازمینې واشنګټن ډي سي څخه ۱۷۵ کیلومتره فاصله لري.

ویلمینګټن په ۲۰۲۲ کې وروسته هغه خبرساز شو چې د بایډن د کور په ګاراج کې د هغه د سپورتي موټر ترڅنګ په یوې المارۍ کې محرم دولتي اسناد وموندل شول. پر هغه باندې د محرمو اسنادو د نامسئونه لیږدولو او یا افشا کولو رسمي تور ندی پورې شوی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بایډن د استرالیا، جاپان او هند مشران د وروستي ملاقات لپاره خپل کور ته بللي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*