د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وايي، په ورځني ډول نږدې ۴ ټنه پلاستیکي کڅوړې کارول کیږي.
د مسولینو په وینا له پلاستیکي کڅوړو ګټه اخیستنه د چاپیرال د ککړتیا د مخنیوي لپاره یوه لویه ننګونه ده.
د چاپیریا ساتنې د ملي ادارې د ککړتیا د کنټرول امر، طوفان جبران: “هره ورځ تقریباً ۴ ټنه پلاستيکي کڅوړې کارول کیږي چې د چاپیریالي ستونزو لامل کیږي. د چاپیریال ساتنې اداره په تېرو کلونو کې کمپاینونه پیل کړي دي څو د پلاستيکي کڅوړو کارول منع کړي او د پلاستيکي کڅوړو پر ځای د پارچه کڅوړو کارولو ته ټینګار کوي.”
ډېری هېوادوال له پلاستيکي توکو په خپل ورځني ژوند کې استفاده کوي.
د پلاسټیکي توکو یو شمېر پلورونکي وايي، ډېری خلک ځکه د پلاسټيکي وسایلو پېرلو ته زړه ښه کوي چې، ارزانه دي.
پلورونکی، تمیم وايي: “خلک د پلاستيکي وسایلو نه استفاده کوي ځکه چې هغه ارزان دي، په داسې حال کې چې د چینی ظروف ګران دي او خلکو ته زیات لګښت راوړي.”
یو بل پلورونکی، عبدالله هم و ویل: “زموږ خلک د اقتصادي ستونزو له امله د ارزان قیمتو وسایلو لکه پلاستیک نه استفاده کوي.”
له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د پلاستيکي خلطو او وسایلو له ګټنې د راکمېدو لپاره له اړوندو مسوولینو غواړي چې، په دې برخه کې هېوادوالو د عامه پوهاويو پروګرامونه پیل کړي.
د کابل اوسېدونکی، عبدالخالق بیا په دې اړه وايي: خلکو ته باید پوهاوی ورکړ شي چې د پلاستیک پر ځای د ټوکر خریطې وکاروي، ځکه پلاستیک چاپېریال ککړوي.»
ډاکټران هم وايي، له پلاسټیکي ظروفو ګټنه د سرطان او همداراز د حساسیت او مصمومیت لامل هم کيږي.
یو ډاکټر، سمیع الله احمدي په دې اړه وايي: «د پلاستیکي لوښو په ترکیب کې شته کیمیاوي مواد کولی شي حساسیت، د تنفس ستونزې او حتی سرطان رامنځته کړي.» ټنه
له بل لوري د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د ښاروالۍ له لوري هره میاشت له پلاستيکي خلطو او توکو له ډېرې استفادې د منعه کېدو په موخه کمپاینونه جوړېږي او په ترڅ کې یې پر یو شمېر خلکو تکه يي خلطې هم وېشل کېږي.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی وايي: «موږ هره میاشت د پلاستیک د کارونې د کمولو لپاره کمپاینونه ترسره کوو او د ټوکر خریطې وېشو. دا کڅوړې ډېر دوام لري او په طبیعت کې تجزیه کېدونکې دي.»
د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، په روان کال کې یې د پلازمینې په ښوونځیو کې د پلاسټيکي توکو د نه کارولو په تړاو شاوخوا ۴۰۰ د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او همداراز یې په دې برخه کې کور په کور د پوهاوي لپاره ۲۰۰ ښځې هم ګومارلې ټنه دي.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د پلاسټیک ناورین؛ د ورځې ۴ ټنه پلاسټیک مصرفیږي"