
بدخشان کې د سون لرګیو بیې لوړېدو خلک اندېښمن کړي
د بدخشان اوسېدونکي چې د لرګیو د پېرلو لپاره فیض اباد کې د لرګېو د پېر او پلور بازار ته ځي، وایي چې د سونلرګیو بیې د تېرو کلونو پرتله په بېساري ډول لوړې شوې دي.
دوی وایي، تېر کال د لرګیو د یو من لرګیو بیه د ۸۰ او ۹۰ افغانیو ترمنځ وه؛ خو سږ کال دا بیه ۱۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د بدخشان اوسېدونکی، فرید وايي: «د تېر کال پرتله د لرګیو بیې ډېرې لوړې شوې دي. تېر کال به مو یو من لرګي په ۸۰ افغانۍ اخیستل، خو اوس ۱۲۰ افغانیو ته رسېدلي او د اخیستو وس یې نه لرو.»
زمری چې د بدخشان بل اوسېدونکی دی وايي: «د لرګیو بیې سږ کال د تېر کال پرتله ډېرې لوړې شوې دي.»
په بدخشان کې د سونلرګیو پلورونکي د سونتوکو د بیو لوړېدو په اړه بیا خپل جلا جلا نظرونه لري.
د سونلرګیو پلورونکی، داد محمد وايي: « لرګي موږ ته په لوړه بیه پرېوځي او د ځای او لېږد د لګښتونو له ورکولو وروسته، ډېره لږه ګټه راته پاتې کېږي.»
په همدې حال کې، په بدخشان کې د بیعو د ټاکلو او څار مسوولین وايي، چې دغه لرګي له ګاونډیو هېوادونو بدخشان ته وړل کېږي او سږکال یې بیعې په ټولو ولایتونو کې لوړې دي.
په بدخشان کې د نرخ ټاکلو د کاري ډلې غړی، ثمرالدین رحماني راسره خپل نظر داسې شریکوي: « د ژمي په موسم کې د سون توکو بیې عموماً لوړېږي. د سون لرګي له ګاونډیو ولایتونو بدخشان ته لېږدول کېږي. موږ د لرګیو له پلورونکو او سوداګرو سره خبرې کړې دي او هغوی یوازې لس افغانۍ خپله ګټه اخلي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د سونتوکو د بیو د لوړېدو تر څنګ، د برېښنا پرلهپسې پرېکونونه هم زیات شوي او د دې ولایت د اوسېدونکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "بدخشان کې د سون لرګیو بیې لوړېدو خلک اندېښمن کړي"