
په بریتانیا کې رسمي شمېرې ښيي، د هغو کسانو شمېر نژدې ۴۲ زرو ته رسېږي چې د کورنیو چارو وزارت یې د پناه غوښتنې رد کړي او دوی د خپلو قضیو بیا کتنې ته په تمه دي.
د کډوالو شورا وايي، دا شمېر په تېرو دوو کلونو کې پنځه وارې لوړ شوی او حکومت د دغو کسانو له یوه ځایه بل ته په لېږد کې له یوه ناوریني حالت سره مخ دی.
شاوخوا ۴۰ زره کډوال دا مهال په هوټلونو کې ځای پرځای شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په لومړي ګام کې د پرېکړو ترلاسه کونکو شمېر یې د پخوا پرتله دوه ځل لوړ کړی او د محکمو بهیر لپاره یې هم بودیجه زیاته کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي ” د پناه غوښتنې هغه اډانه چې موږ ته په میراث پاتې ده، مناسبه او هدف لرونکې نه وه، همدا ده چې موږ په بېړه د پناه غوښتنې بهیر بېرته پیل کړ او قضيې یو لوري ته شي، څه چې راتلونکو دوو کلونو کې زموږ مالیه ورکونکو ۴ میلیارده پونډه سپما کېږي.”
هغه زیاتوي” د زرګونو نورو پناه غوښتونکو د قضیو بشپړولو او یوې خوا ته کولو لپاره یې بودیجه ځانګړې کړې، چې دا بهیر نور هم ښه شي.”
د بریتانیا عدلیې وزارت شمېرې ښیې چې د ۲۰۲۴ تر پایه محکمو ته د پناه غوښتنې ۴۱,۹۸۷ غوښتنلیکونه ورغلي او د خپلو قضیو د بیا غور غوښتنه یې کړې په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر ۷۱۷۳ وو.
تېر کال د کډوالۍ پر قضیو د بیا کتنې غوښتنې یا (اپيل) کچه ۷۱ سلنه لوړه شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "بریتانیا کې نژدې ۴۲۰۰۰ پناه غوښتونکي د خپلو قضیو بیا کتنې ته په تمه دي"