
بلخ کې د خټکیو کروندګر د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي
بلخ کې د خټکیو کروندګر وایي، حاصلات یې زیات دي خو د مناسب بازار او د حکومت او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ د نشتوالي له امله اندېښمن دي.
دوی وایي، د مناسب بازار د نشتوالي له امله ګڼ مالي زیانونه ور اوښتي دي.
د خټکیو کروندګر، شاه ولي و ویل: «سره ګرانه ده، ډېر لګښتونه مو کړي، د خړوبولو لپاره مو د څاه اوبه کارولې دي. د خټکیو حاصل ښه دی خو چې بازار ته یې راوړو، لګښتونه مو نه پوره کوي.»
د خټکیو بل کروندګر، احسانالله دولتزي و ویل: «پخوا به خټکي ځینو هېوادونو ته صادرېدل، خو سږ کال هېڅ هېواد ته نه صادریږي. زموږ غوښتنه دا ده چې تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان ته یې د صادراتو زمینه برابره شي، څو یې بیې لوړې شي. دا خټکي تر اوو ورځو پورې ساتل کېدای شي.»
پلورونکي هم وایي، د خټکیو بیې د تېر کال پرتله ټیټې شوي او له دې سره یې کاروبار هم پیکه شوی دی.
دوی له حکومته غواړي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړي ډول اوزبیکستان، ته د خټکیو د صادراتو زمینه برابره کړي.
د خټکیو پلورونکي، جاوید و ویل: «سږ کال د لومړۍ درجې خټکي ۵۰ افغانۍ بیه لري، چې غزني، خوست، کابل او نورو ولایتونو ته لېږل کیږي. د لومړۍ درجې خټکي ښه بیه لري، خو د نورو درجو خټکو بیه مناسبه نه ده.»
د خټکیو بل پلورونکي، فرهاد و ویل: «تېر کال به یو ښه خټکی په ۱۹۰ افغانیو پلورل کېده، خو سږ کال په ۷۰ یا ۸۰ افغانیو پلورل کیږي. د دویمې درجې خټکی چې تېر کال په ۵۰ افغانیو پلورل کېده، سږ کال په ۳۰ افغانیو پلورل کیږي.»
خټکی د هېواد د شمال له مهمو کرنیزو محصولاتو دی او بلخ یې له مهمو تولیدوونکو ولایتونو ګڼل کیږي.
د غازيخاني، چتري، سبزک، امیري، لوبلایي، ارکاني، ګرمه او زنبورچه په نومونو بېلابېل ډوله خټکي د بلخ په چهاربولک، چمتال، نهرشاهي، دهدادي او شولګرې ولسوالیو کې کرل کیږي.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال پر نږدې ۱۶ زره هکټاره ځمکه د خټکیو کښت شوی، چې نږدې ۲۵۰ زره ټنه حاصل به ترې راټول شي.
مسوولین دغه راز د کروندګرو د ملاتړ او د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې لپاره د هڅو ډاډ هم ورکوي.
لومړی نظر وکړئ on "بلخ کې د خټکیو کروندګر د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي"