بلخ کې یوه تازه راستون شوي سوداګر سلو تنو د کار زمینه برابره کړې

بلخ کې یوه تازه راستون شوي سوداګر سلو تنو د کار زمینه برابره کړې

بلخ کې یوه افغان سوداګر چې تازه هېواد ته راستون شوی، د خیاطۍ د یوه کارغالي له لارې سلو تنو ته د کار زمینه برابره کړې ده. 

دغه کارغالی د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې جوړ شوی چې تر ډېره پکې ښځې او نجونې په کار بوختې دي. 

د کارغالي مسوول، فضل‌الرحمن ابرام و ویل: «زموږ د کارکوونکو شمېر سل تنه دی چې ۸۰ یې ښځې او ۲۰ یې سړي دي. ترکیه کې هم زموږ دوه کارغالي فعال دي.»

مونیکا، چې د څلورو ماشومانو مور ده، وايي په تېر کې یې یوازې خاوند د کورنۍ لګښتونه پوره کول؛ خو له کله چې دې په دغه کارغالي کې دنده اخیستې، نو د خاوند د اوږو بار یې هم سپک کړی دی.

هغې له مسوولینو او نړۍوالو بنسټونو غوښتي چې د دغه کارغالي ملاتړ وکړي.

مونیکا طلوع‌نیوز ته و ویل: «څلور اولادونه لرم، پخوا مې یوازې خاوند کار کاوه خو اوس مې وغوښتل چې له خاوند سره مې همکاري وکړم او اوس دې کارغالي کې کار کوم او خوشاله یم.»

د کارغالي بله کارکوونکې، مهدیه وایي: «له دولته مو هیله دا ده چې د دغه راز لویو کارغالو ملاتړ وکړي، څو ډېرې ښځې په کار بوختې شي.»

په ورته مهال د کار نړۍوال سازمان یو سلاکار، چې د خیاطۍ د دغه کارغالي لیدنې لپاره راغلی، وايي، افغانستان کې د لویو او کوچنیو کاروبارونو ملاتړ ته ژمن دي.

د کار نړۍوال سازمان سلاکار، نیکل راج و ویل: «کوچني او منځني شرکتونه په پرمختیايي هېوادونو کې له مهمو سکټورونو دي، ځکه دا شرکتونه د ګڼو وګړو لپاره کاري فرصتونه برابروي. ما د مزارشریف له شرکتونو د لیدنې پر مهال ولیدل چې که شرکتونه څومره کوچني وي، هغومره ښکلې پایلې لري، لکه همدا د خیاطۍ کارغالی چې موږ یې دلته ګورو. لکه څنګه چې وینئ، دا کارغالی د ډېر پرسونل جذب او د معاشونو د وېش ظرفیت لري، یوازینۍ اړتیا یې ملاتړ دی څو ښه وځلیږي. زما په باور، که د پانګې او ظرفیت له اړخه د مزارشریف د کوچنيو او منځنيو سوداګریو ملاتړ وشي، د ګڼو وګړو لپاره به کار پیدا کېدای شي.»

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال، نصیراحمد نیازي و ویل: «د دوی د کارونو پراختیا لپاره موږ هره اوونۍ له ځینو موسسو سره ناسته کوو.»

د دې کارغالي مسوولین وايي، که ملاتړ یې وشي؛ نو کولای شي، چې په مزار شریف کې خلکو، په ځانګړي ډول نجونو ته د ښځینه جامو ګنډلو په برخه کې د کار پراخ فرصتونه رامنځته کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بلخ کې یوه تازه راستون شوي سوداګر سلو تنو د کار زمینه برابره کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*