بلینکن: مونږ د افغان متحدینو بیا میشتیدو ته ژمن یو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا د هغو افغانانو د تخلیې او بیا میشتیدو باندې ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې په تیرو شلو کلنو کې ددغه هیواد د ځواکونو د حضور پرمهال د امریکا پوځ او حکومتي ادارو سره کار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ اووم ( مرغومې ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې امریکا متحده ایالات تل د خپلو شریکانو ترڅنګ د دریدلو ژمنې ته ژمن پاتې شوی دی.

هغه لیکلي: ” مونږ د افغان متحدینو چې له ۲۰ کلنو څخه د زیاتې مودې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ترڅنګ ولاړ وو، د بیا میشتیدو او تخلیې لپاره د افغان رضاکارانو د ټولنې (#AfghanEvac ) سره تفاهم لیک تمدید کړی دی. امریکا متحده ایالات خپلې ژمنې ته چې تل به د خپلو شریکانو ترڅنګ ودریږي ژمن دی”.

د افغان رضاکارانو ټولنه (#AfghanEvac )، چې یوه غیر انتفاعي ټولنه ده د امریکا په متحده ایالاتوته د افغان کډوالو د تخلیې او په دغه هیواد کې د بیا میشتیدو په برخه کې کارکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغه هیواد کې د افغانانو د بیا میشتیدو په تړاو د خپل حکومت ژمنه په داسې حال کې یاده کړې، چې د افغان کډوالو یوه ډله امریکا ته د تلل لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو (اېس ای وي) د پروسې بشپړولو په موخه، د دوشنبې په ورځ، جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۷مه)، د فلیپین پلازمینې مانیلا ته رسیدلې ده.

تمه ده چې دغه کډوال به له دې ځایه متحده ایالاتو ته لاړ شي او هلته به ځای پرځای شي.

فلیپیني چارواکو تیر کال له واشنګټن سره هوکړه کړې وه، چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو (اېس ای وي) د پروسس کوربه توب وکړي. د دې هوکړې له مخې، یو محدود شمېر افغان اتباع به مهاجرت د ځانګړو ویزو د ترلاسه کولو پروسې تر بشپړیدو پورې، په فلیپین کې پاتې شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د ا.ا. له بیا واکمنیدو وروسته، هغه افغانان چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو (اېس ای وي) مستحق ګڼل شوي، په بېلابېلو هېوادونو لکه پاکستان او قطر کې د ویزې د بهیر د بشپړېدو په تمه مېشت پاتې دي.

د فلیپین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ترزیتا دازا پدې اړه وویل، چې دغو افغانانو ته فلیپین ته د داخلیدو ویزې ورکړل شوې دي. نوموړې زیاته کړه چې دغو افغانانو له راتګ وړاندې د امنیتي پلټنو او بشپړو طبي معایناتو پړاوونه بشپړ کړي دي.

نوموړې زیاته کړه، چې متحده ایالتونو د دې افغانانو د استوګنې، خوراک څښاک، ځای، امنیت، طبي خدماتو او ټرانسپورټ ټول لګښتونه پر غاړه اخیستي دي.

د فلیپین چارواکو د دې افغانانو د شمېر او په دغه هېواد کې د پاتې کېدو د مودې په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویل شوي چې د فلیپین د قوانینو له مخې، د ویزو غوښتونکي نشي کولای له ۵۹ ورځو څخه زیات په دغه هېواد کې پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربعه کې (د جنورۍ څخه تر مارچ پورې)، ۹۳۱۴ افغان اتباعو ته د اس ای وي ویزې ورکړل شوي دي او همداراز، ۱۹۰۴۵ نورو کسانو د دې ویزې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د متحده ایالاتو رسمي شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۶۵۰۰ افغانانو ته د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکړل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا پداسې حال کې دی، چې ګڼ شمېر مدني فعالان، ا.ا. د هغو افغانانو په نښه کولو او نیولو تورنوي چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو (اېس ای وي) ویزو مستحق دي. خو سره له دې، متحده ایالاتو په تېرو درېو کلونو کې چې ا.ا. په افغانستان واکمن دي، د دې ویزو مستحقو کسانو تخلیې ته دوام ورکړی دی.

د متحده ایالاتو کانګرس په ۲۰۰۸ کې د افغان متحدینو د ساتنې لایحه تصویب کړه، چې دې اقدام د ‘اس ای وي’ پروګرام پلي کولو ته زمینه برابره کړه. د دې پروګرام له مخې، هغه افغان ژباړونکي چې د متحده ایالاتو پوځ یا د متحده ایالاتو د حکومت لپاره یې کار کاوه ، کولای شي په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې یا شین کارت [ګرین کارت] غوښتنه وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بلینکن: مونږ د افغان متحدینو بیا میشتیدو ته ژمن یو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*