
photo: Farhan Khan
د کورنیو چارو لپاره د پاکستان مرستیال وزیر طلال چودري وايي، له ۸۰۰ زره ډېر بهرنیانو کډوال خپل هېواد ته استول شوي، چې د افغانستان سټیزن کارډونه (اې سي سي) یې درلودل او پاکستان کې مېشت وو.
نوموړي پرون پنجشنبه د دې موضوع په هکله وویل: ”د بهرنیانو ایستلو لړۍ روانه ده… د ضرب الاجل موده نه غځول کېږي. تر اوسه پورې ۸۵۷ زره او ۱۵۷ افغان سټیزن کارډ لرونکي او نور بهرنیان خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.”
طلال چودري زیاتوي پاکستان کې ۸۱۵ زره افغان سټیزن کارډ لرونکي کډوال ثبت او راجستر دي.
د یادونې ده، چې د پي او ار په نامه د ثبت او راجستر پروګرام په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوی و، چې د رسمي شمېرو له مخې تر ۲۰۲۳ کاله پورې یې دوام وکړ او له مخې یې پنځلس لکه او ۶۹ زره او ۵۲۲ افغان کډوال ثبت او راجستر شوي وو. بهرنیانو
د کورنیو چارو لپاره د پاکستان مرستیال وزیر په خبره، د کډوالو ایستلو پرېکړه ”په هېواد (پاکستان) کې د ترهګرۍ پېښو په پام کې نیولو سره شوې ده.”
نوموړی زیاته کړه، د ”ون ډاکومنټ رژیم (یوه سند ترلاسه کولو) له لارې هر څوک کولای شي پاکستان ته سفر وکړي، کاروبار وکړي او دلته واوسېږي. همداسې افغانان هم کولای شي د ویزو له ترلاسه کولو وروسته پاکستان ته راشي، څومره خلک چې موږ استوو، دوی کولای شي د پاکستان ویزې واخلي او له قانوني اسنادو سره دلته راشي او اوسېږي.”
د یادونې ده، چې د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر تېره اوونۍ ویلي و چې له دې ایالته به افغان کډوال په زور نه ایستل کېږي، خو د پاکستان له نورو ایالتونو ایستل شوي کډوال وايي، هلته دا لړۍ روانه ده. بهرنیانو
د افغان وګړو ځانګړي کارډ یا (اې سي سي) لرونکو او بې اسنادو افغانانو لپاره له پاکستانه د وتلو ټاکلي ضرب الاجل (مارچ ۳۱مې) له پای ته رسېدو وروسته داسې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې د اختر په مناسبت تر لسو ورځو پورې د ضرب الاجل موده غځول شوې، خو له دې سره هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو نیولو او د زور له لارې له پاکستانه د ایستلو لړۍ روانه وه.
لومړی نظر وکړئ on "د ناقانونه بهرنیانو ایستلو لړۍ روانه ده، ضرب الاجل نه غځول کېږي"