
بې مالکه ترهګري: د القاعدې د مکر نقاب او درواغجن قدرت
په ډیجیټل عصر کې د قدرت مفهوم په بنسټیز ډول بدل شوی دی. نن ورځ قدرت یوازې د سیمو په لاندې کولو یا د عملیاتو په مستقیمې قوماندې نه اندازه کیږي، بلکې د قدرت اصلي شاخص د بیانیو مدیریت دی. دا پدې مانا ده چې یو څوک وکولی شي د تاوتریخوالي مانا او مفهوم ته داسې لوری ورکړي چې ګټه یې ورته ورسیږي، پرته له دې چې وګوري دا کار په اصل کې چا کړی دی.
په عربي ټاپووزمه کې القاعدې په ځانګړي فرصت طلبي سره ځان له دې نوي موج سره برابر کړی دی. مګر دا تګلاره په حقیقت کې یوه ژوره کمزوري افشا کوي: دوی په افراطي ډول د قدرت ښودلو هڅه کوي، په داسې حال کې چې د قدرت له اصلي جوهر او ماهیت (یعنې د عملیاتو د ترسره کولو له وړتیا) څخه بې برخې دي.
د (الهام بښونکي) لارښود کتاب وروستۍ ګڼه چې سرلیک یې «د شپې مرمۍ خبرې کوي» دی، د همدې موضوع ښه بېلګه ده. دا لیکنه د دې پر ځای چې یو پوځي راپور یا جنګي خبرپاڼه وي، ډېره د یوې کیسې یا نکل په څېر ښکاري. دوی د بونډي بیچ خونړی برید ته رنګ او خوند ورکړی او هغه یې او خپل ځان یي په یوه افسانه بدل کړی دی. د دې لیکنې لحن ډېر ستایونکی او د مطالبو ټاکنه یې داسې حساب شوې ده چې مخاطب ته یو روښانه پیغام ورسوي: دا برید په حقیقت کې د هغې ستراتیژیکې نقشې عملي کېدل دي چې دغه ډله یې له کلونو راهیسې خوبونه ویني. خو بیا هم یوه بنسټیزه پوښتنه بې ځوابه پاتې ده: دا عملیات چا کړي وو؟
داسې هیڅ معتبر سند نشته چې ثابته کړي القاعدې د دې برید په طرحه کولو، رهبرۍ او یا مالي تمویل کې لاس درلود. برعکس، ټول شواهد ښيي چې د دې ډلې او د برید د ترسره کوونکو ترمنځ یو بشپړ عملیاتي بېلتون شتون درلود. مګر د القاعدې تبلیغات دا پېښه داسې انځوروي چې ګواکې دا حقایق هیڅ ارزښت نلري. دوی په قصدي ډول د سازمان شویو بریدونو، په خپلسري ډول (الهام اخیستونکو) بریدونو او حتی د بشپړ بې اړیکه تاوتریخوالو ترمنځ پولې له منځه وړي. القاعدې پدې طریقه ځان ته یو نرم تبلیغاتي ډګر جوړ کړی ترڅو هر هغه برید چې غټ او ننداریز وي، په خپلې ایډیالوژۍ پورې وتړي او په خپل نوم یې ثبت کړي.
دا یوازې ساده لافې او شافې نه دي، بلکې په اوسنیو شرایطو کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره یو ستراتیژیک بدلون دی. القاعده د هغو بریدونو د امتیاز په غلا کولو سره چې دوی پکې هیڅ رول نه درلود، ځان ته د بریا یوه درواغجنه کیسه جوړوي او په ورته وخت کې د خپلو ماتو له مسؤلیت څخه تښتي. دوی د بیانیو په انجینرۍ او د عامه افکارو په غولولو کې ماهر شوي دي.
د پایلې لنډیز
د القاعدې دا ننداره خورا لړزانده ده او ډېر دوام به ونه کړي. د نورو د بریدونو د مسؤلیت اخیستل په اصل کې د دوی ناتواني ثابتوي. دا تېروتنه ښايي په لنډمهال کې تبلیغاتي ګټه ولري، خو په پای کې به د دې ډلې اعتبار او ځایګی په بشپړ ډول له منځه یوسي. د نړۍ خلک ورو ورو د دې درواغجنو کیسو په حقیقت پوهیږي او پدې سره به د القاعدې تبلیغاتي نفوذ ورځ تر بلې پیکه شي او دا درواغجن او پوچ هیبت به یې ډېر ژر وشړیږي.
امواج پرس
لومړی نظر وکړئ on "بې مالکه ترهګري: د ال_قا_عدې د مکر نقاب او درواغجن قدرت"